د افغانستان په شمال کې پرتې صوبې بلخ امنیتي چارواکي وايي، نن سهار په مزارشریف ښار کې د حاجي غني په نوم پخوانی جهادي قوماندان يا کمانډر د ځانمرګي برید په ترڅ کې وژل شوی دی.
د بلخ د پولیسو د مشر رزاق قادري امریکا غږ آشنا ته ويلي، په حاجي غني باندې هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې نوموړی له خپلو ساتونکو سره د شادیانو د دروازې له سیمې څخه د تیریدو په حال کې وو.
ښاغلي قادري وویل په برید کې دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
هغه وویل "ځانمرګي بریدګر، هغه توکي چې له ځان سره یې لیږدول، د بلخ ولایت د مارمُل ولسوالۍ د یو پیژندل شوي شخصیت حاجي عبدالغني مخ کې ورته چاودنه ورکوي، چې حاجي غني وژل کیږي".
حاجي غني د مارمُل ولسوالۍ پخوانی ولسوال او د اسلامي جمعیت ګوند غړی وو.
د برید مسولیت وسلهوالو طالبانو منلی دی.
(د وي او ای اشنا په مننه)