لاس رسیدونکی لینک

کوټه: ځانمرګي بريد کې د پوليس افسر په ګډون درې سرتيري وژل شوي


تېره مياشت کوټه کې يو ځانمرګي بريد کې د پينځه ؤ پوليسو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي وو.

د بلوچستان مرکز کوټه کې يو ځانمرګي برید کې د پوليس لوړ پوړی افسر اډيشنل ايي جي ټيلی کميونيکېشن حامدشکيل د هغه ډرايور او ساتونکی پوليس وژل شوي دي.

د کوټې پوليس اېس اېس پي اپرېشن نصیب الله مطبوعاتو سره خبرو کې د پوليس افسر سره د درېو سرتېرو د وژنی پخلی وکړو او وې ويل دا ځانمرګی بريد دی.

نوموړي وويل پوليس افسر د کور نه دفتر په لار ؤ چې په لار کې بريد شوی دی.

د چارواکو په وېنا د پوليس افسر په ګاډي د چمن هاؤسنګ سوسايټي په علاقه کې برید شوی دی.

پېښه کې ژوبل کسان د کوټې روغتون ته وړل شوي او د چاؤدنې پلټنې پېل کړی شوي دي.

د پېښې زمه واري لا چا نه ده منلې.

تېره مياشت کوټه کې يو ځانمرګي برید کې د پينځه ؤ پوليسو په ګډون لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي وو.

د دغه بريد زمه واري د پاکستاني طالبانو د تحريک وياند محمدخراساني منلې وه.

XS
SM
MD
LG