لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"د اېم کيواېم ماتېده يوځای کېده د اسټبلشمنټ د منصوبې برخه ده"


 چهارشنبې په ماښام مصطفی کمال او فاروق ستار بيا رايوځای شوي او ويلي يې دي راتلونکي انتخابات به يو ځای کوي
چهارشنبې په ماښام مصطفی کمال او فاروق ستار بيا رايوځای شوي او ويلي يې دي راتلونکي انتخابات به يو ځای کوي

څیړونکي وايي د متحده قومي مومنټ (اېم کیواېم) ډلې ماتېدل د پي اېس پي په نوم بله ډله جوړېدل او اوس بيا يو ځای کېدل، دا ښکاره نخښه ده چې د پاکستان سياست د پوځ په قابو کې دی.

څيړونکی توصيف احمدخان وايي، " د اېم کيو اېم ماتېدل د پي اېس جوړېدل او بيرته يوځای کېدل، ښکاري چې دا د اسټبلشمنټ د راتلونکو عام انتخاباتو د پروژې برخه وي".

نوموړي وايي دا امکانات موجود دي چې د مهاجر او سندهي کارډ به وکارول شي او بدل حالات به رامنځته کړی شي.

د اېم کيواېم ډلې پخواني د کراچۍ پخواني ناظم مصطفی کمال د تېر کال مارچ په مياشت کې د ګوند په باني مشر الطاف حسېن سخت تورونه لګولي او د پاک سرزمين په نوم يې ځانله پارټي اعلان کړې وه.

د هغې وروستو د اګست په مياشت کې الطاف حسېن د لندن نه د کراچۍ پریس کلب مخې ته ناستو د خپلې ډلې غړو ته په ټیلیفوني وینا کې پاکستان ته ترهګر، د نړۍ دپاره ناسور ملک ویلي او د پاکستان مرده باد نعرې يې لګولې وې.

بيا د ګوند يو مشر فاروق ستار د لندن د ګوند نه د لاتعلقۍ اعلان کړی او د اېم کيواېم پاکستان په نوم يې پارټي چلوله.

خو د چهارشنبې په ماښام مصطفی کمال او فاروق ستار بيا رايوځای شوي او ويلي يې دي راتلونکي انتخابات به يو ځای کوي او د نوي ګوند نوم به يې اېم کيواېم نه وي.

ښاغلی توصیف وايي که اېم کيواېم بله پاليسي خپلوي د سندهـ صوبې د مسلو خبره کوي نو دا بيا مثبت بدلون دی، خو نوموړي زياتوي داسې هم ويل کيږي چې پخوانی پوځي صدر پروېزمشرف د اردو ژبو مهاجرو سياست کول غواړي او د مهاجرو د ګوندونو مشري به کوي.

هغه زياتوي که د پروېز مشرف په مشرۍ ټول مهاجر ګوندونه يو ځاې کيږي، او " دوي د مهاجر کارډ کاروي نو دا به په مجموعي ډول د جمهوريت په ضد وي".

ځينې څيړونکي په دې نظر دي چې اسټبلشمنټ د الطاف حسېن نه بغېر اېم کيواېم ډله جوړول غوښته او هغه يې د مینځه لرې کوو.

خبريال علي ارقم وايي، هغه قوتونه چې په کراچۍ کې سياسي بدلون غواړي اېم کيو اېم يې په موجوده حالت کې په ډلو کې هم نه غوښته. بل د اېم کيواېم د ووټ بېنک دپاره دا ګټوره فېصله ښکاري.

نوموړي وايي د اېم کيواېم خپل مشران وايي چې "مسله دا نه ده چې الطاف حسېن د استبلشمنټ په ضد دی مسله دا ده چې اسټبلشمنټ د الطاف حسېن په ضد دی"، هغه الطاف حسېن د مينځه لرې کول غواړي.

ارقم زياته کړه په اېم کيواېم کې ځينې خلک اوس هم په دې خيال دي چې اسټبلشمنټ به الطاف حسېن بيرته راولي خو ځيني وايي چې هغه لرې کړی شو او نوې ډله جوړولی شي.

تېر کال د اګست په میاشت کې پاکستان پسې د بدو ردو ويلو وروستو د الطاف حسېن وېناګانې په پاکستاني مطبوعاتو چلول بند کړی شوي خو د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو هغه اوس هم د پاکستان د پوځ په ضد خبرې کوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG