لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ بيجنګ ته رسېدلی، ايجنډا شمالي کوريا


چین ته په رسېدو صدر ټرمپ له خپل چینايي سیال شي ژين پنګ سره يې د بينجنګ په لهمتروکې یا "فاربېډن" نومې لرغونې سیمه کې ليدلي دي.
چین ته په رسېدو صدر ټرمپ له خپل چینايي سیال شي ژين پنګ سره يې د بينجنګ په لهمتروکې یا "فاربېډن" نومې لرغونې سیمه کې ليدلي دي.

د امريکې صدر ډونلډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په خپل وړومبي سفر بيجنګ ته رسېدلی دی، نوموړی هڅه کوي چې په امريکا کې د کار زياتې زمينې برابرې کړي او هغه زياتره د چين په اړوند منفي خبرې کوي.

چین ته په رسېدو صدر ټرمپ له خپل چینايي سیال شي ژين پنګ سره يې د بينجنګ په لهمتروکې یا "فاربېډن" نومې لرغونې سیمه کې ليدلي دي.

د نوموړي د چين په سفر کې د سوداګرۍ ايجنډا مهمه موضوع ده خو د شمالي کوريا کشاله هم دغومره مهمه ده.

د سپينې ماڼۍ چارواکو ويلي صدر غواړي چې په چين فشار واچوي چې په خپل نزدې سوداګر ملګري ملک شمالي کوريا باندې اثر وکاروي چې هغه خپل جوهري پروګرام پرېږدي.

صدر ټرمپ د بيجنګ تګ نه وړاندې په سېؤل کې هم د شمالي کوريا په سر خبرې کړې وې.

نوموړي د جنوبي کوريا پارلمان ته په وېنا کې شمالي کوريا ته سخت پېغام ورکړی او په کم جونګ ان يې ټينګار کړی، د ښه والي په لار تلو دپاره به وړومبی ګام دا وي چې خپل جوهري پروګرام د مينځه لرې کړې.

هغه شمالي کوريا ته ګواښ کړی چې، زمونږ (امريکا) په اړوند غلط اټکل مه کوه، مونږ مه ازمايه، مونږ د خپل ګډ امنيت، ګډې خوشحالۍ او مقدسې ازادۍ ساتنه کوو.

امريکايي صدر شمالي کوريا په بشپړ ډول ناکامه ګرځولې، او ويلي دي د ګډوډۍ ښکار حکومت د يو غلط سوچ لرونکي تن په لاس کې دی او هغه خپل اولس غلام جوړ کړی دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG