لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرویزخټک:قبائیل نور د ایف سي ار په جرنده دل کیدو ته تیار نه دي


دخیبرپښتونخوا صوبې وزیراعلي پرویز خټک په مرکزي حکومت تور لګولی چې دقبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې په ورګډؤلو سیاست کوي اؤ نه غواړي چې دغه معامله زر تر زره هواره کړي.

ورځ د فاټا سیاسي اتحاد اؤ خیبرایجنسۍ بیلابیلو ډلو سره له لیدنو وروستو د وزیراعلي د ماڼۍ نه جاري شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي چې که مرکزي حکومت قبائیلي سیمو کې د اصلاحاتو نفاذ ته سنجیده وی نو اوس به یې د وخته دغه اصلاحات پځایې کړي وی.

هغه ویلي “که مرکزي حکومت غوښتل نو قبائیلي سیمې یې په څو ورځو کې دننه پښتونخوا کې ورګډولی شوی ځکه چې دې کې دومره لانجو ته حاجب نشته خو د صدر په یو امر فاټا د صوبې برخه جوړیدلی شي”

ښاغلي پرویز خټک ویلي چې قبائیلي اولس د ډیرې مودې راهسې د ایف سي ار په جرنده کې دل کیږي اؤ نور نه غواړي چې ددغه تور نظام لاندې ژوند وکړي .

هغه ویلي‌صوبایي حکومت د قبائیلي سیمو پښتونخوا صوبه کې ورګډؤلو دپاره بیلابیل ګامونه اخستي دي ، په دغه لړ کې یې نه یوازې د اپیکس کمیټۍ ګڼې غونډې کړي بلکې وزیراعظم اؤ د پوځ سرلښکر ته یې یو شمیر لیکونه هم لیږلي دي.

د قبائیلي سیمو خیبر پښتونخوا صوبه کې د ورګډؤلو مخالف مولانا فضل الرحمان ته په اشارې کولو سره دپښتونخوا وزیراعلي ویلي “حکومت په لمړي سر کې اماده وؤ چې قبائیلي سیمې پښتونخوا کې ورګډې کړي اؤ هم دپيښور دایالتي محکمې واک تر قبائیلي سیمو وغځوي خو یوازې د یو سیاستمدار ناخوښۍ د فاټا اصلاحاتو مخې ته خنډان پیدا کړل”

پرویز خټک دا هم ویلي چې د قبائیلي سیمو پښتونخوا کې په ورګډؤلو مرکزي حکومت کوم اعتراض نه لري خو حکومت پریشانه دې ته دی چې بیا بیا به ورته هر کال د ۱۰۰ کروړه روپو پیکیج ورکول وي.

که څه هم د حکومتي کمېټې د سپارښتنو په اساس دپاکستان مرکزې کابېنې د هېواد قبایلې سېمې په خېبر پښتنخوا کښې د ورګډولو او دغلته د اېف سي ار قانون دختمولو ترڅنګ د یو شمېر اصلاحات منظوري ورکړې ده خو دفاټا پارلیماني غړي په حکومت تور لګوي چې داصلاحاتو په عملي کولو کې سنجیده نه دي.

دتیرې میاشتې په نهمه نېټه د قباېلې اولس منتخبو پارلېماني غړو او د بېلا بیلو سېاسې ګوندونو لېډرانو په مشرۍ کښې فاټا دپاره داعلان کړل شوؤ اصلاحاتو نفاذ کې دځنډ خلاف اسلام اباد کښې د زرګونو په شمېره کښې د خېبر پښتونخوا او قبايلي سېمو نه ورغلو مظاهرچیانو د پارلیمان د ودانې مخې ته احتجاجي ناسته کړې وه.

او وورستو د پاکستان وزیر اعظم دوې ته ددغو اصلاحاتو دعملې کولو او دپاکستان د سترې محکمې او پېښور هايي کورټ واک قبايلې سېمو ته د ورِغځولو باور ورکړی ؤ خو تر دې دمه د وزیراعظم دغه ژمنه پوره شوې نه ده

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG