لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"مونږ مه ازمايئ" د صدر ټرمپ شمالي کوريا ته ګواښ


صدر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پايه تحت سېؤل ته رسېدلی او خپل جنوبي سيال سره د ليدنې وروستو يې خبريالانو سره په خبرو کې په شمالي کوريا د خبرو غږ کړی ؤ.
صدر ټرمپ د سه شنبې په ورځ پايه تحت سېؤل ته رسېدلی او خپل جنوبي سيال سره د ليدنې وروستو يې خبريالانو سره په خبرو کې په شمالي کوريا د خبرو غږ کړی ؤ.

د امريکاصدر ډونلډ ټرمپ شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی چې د امريکا د صبر ازمايلو دې ډډه وکړي.

د چهارشنبې، شورو په ورځ د جنوبي کوريا پارلمان ته په وېنا کې د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوريا مشر کم جونګ ان ته په مخاطب کولو سره خبرداری ورکړی، چې هغه کومه وسله ترلاسه کوي د دې نه به يې د حکومت نور خوندي کېدو وروستو د لا ډېرو خطرو سره مخ شي.

صدر ټرمپ د نړۍ په قامونو غږ کړی چې "د شمالي کوریا د ظالم حکومت يواځې کولو، د هر ډول مرستو ورکولو او ملاتړ ترلاسه کولو د مخنيوي په لړ کې دې هڅې وکړي".

نوموړي ويلي هغه يواځې د امریکا او جنوبي کوريا مشرتابه ته وېنا نه کوي بلکې غواړي چې د نړۍ ټول مهذب قامونه دې د شمالي کوريا په وړاندې ودريږي.

ښاغلي صدر په خپله وېنا کې د جنوبي کوريا د پارلمان غړو ته باور ورکړی چې امريکا به د شمالي کوريا سره د " ګډ امنيت، خپلمنځي پرمختګ او پاکې ازادۍ" حفاظت کوي.

ټرمپ د جنوبي کوريا د خپل دوه ورځني سفر په وروستۍ کې پارلمان ته وېنا کړې او د هغې وروستو چين ته روان شوی دی.

نوموړی د سه شنبې په ورځ پايه تحت سېؤل ته رسېدلی او خپل جنوبي سيال سره د ليدنې وروستو يې خبريالانو سره په خبرو کې په شمالي کوريا د خبرو غږ کړی ؤ.

د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوريا او جنوبي کوريا په پوله علاقې غېر پوځي علاقې يا زون ته د خراب له کبله يې سفر نه دی کړی.

د سفر نه کولو وروستو د سپينې ماڼۍ وياندې ساره هکابي سېنډر صدر سره پولې ته تلونکو خبريالانو ته ویلي، صدر ټرمپ په سفر نه کېدو خفګان څرګند کړی دی.

هغې ویلي د امنيت له کبله د سفر خبره پټه ساتل شوې خو صدر ټرمپ د سفر دپاره ډېر په جذبه کې ؤ.

په تېر وخت کې د جنوبي کوريا په سفر کې هر امريکايي صدر د شمالي او جنوبي کوريا پولې ته ورغلی د کوم موخه چې د جنوبي کوریا او امریکا ترمنځ نزدې دفاعي اړیکو او ګډ حفاظت د ارادې څرګندونه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG