لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسامه زوي په خپلو پلويانو د پلار د بدل اخستو غږ کړی


د حمزه دا عکس د سي ايي ای خپرې شوې ويډيو څخه اخستل شوی دی.
د حمزه دا عکس د سي ايي ای خپرې شوې ويډيو څخه اخستل شوی دی.

د اسامه بن لادن زوي حمزه خپلو پلويانو ته ویلي، "د امريکا د ايجنټانو په ضد راپاڅئ"، او "خلک راويښ کړئ تر څو تياری بشپړ شي او خلک د بغاوت دپاره تيار کړئ".

هغه په مسلمانانو ټينګار کړی چې د امريکايانو نه د هغه د پلار او القاعده د مشر بدل واخلئ.

د ۲۸ حمزه دغه وېنا او بيان د القاعده خبري سرچينې (السحاب ميډيا فاؤنډېشن) د سه شنبې په ورځ خپور کړی دی.

حمزه خپلو پلويانو ته ويلي، هغه جمهوريت ردوي.

هغه ويلي " د ووټونو په پېټۍ (بېلټ باکس) کې د اچول شوؤ بېکاره کاغذونو څخه ازادي نشي ترلاسه کېدی".

د حمزه دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې څو ورځې وړاندې د امريکې سي ايي ای د هغه د واده ويډيو خپره کړې وه.

دغه ويډيو د هغو موادو برخه ده کوم چې په کال ۲۰۱۱م کې د اسامه بن لادن پاکستان کې د وژنې په وخت د هغه د کور نه ترلاسه شوي وو.

د سي ايي ای د ويډيو خپرولو وړاندې خلکو يواځې د حمزه هغه عکسونه ليدلي چې کله هغه وړوکی ؤ.

د القاعده مشر اسامه بن لادن په کال ۲۰۱۱م کې د مئي په دوېمه نېټه امريکايي پوځ د پاکستان په اېبټ اباد ښار کې په عملیاتو کې وژلی او د هغه د کور نه يې ډېری مواد او اسناد ترلاسه کړي وو.

د امريکې استخباراتي ادارې څو ورځې وړاندې دغه مواد او اسناد خپاره کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG