لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پنجاب کې د لړو له امله ټرېفکي حادثو کې ١٨ وژل شوي  


د پاکستان په پنجاب صوبه کې دلړو تور څادر له امله په سړکونو يوشمېر حادثو کې نزدې ١٨ کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې چارواکو په خلکو غږ کړې چې تګ راتګ کم کړي، موټر او گاډي په احتياط سره اوچلوي او د لارو موټرو رڼاگانې دې بلې ساتي.

په پاکستان کې د خلايي معلوماتو ځينو چارواکو مطبوعاتو ته ويلي د خلايي سيارې نه اخستل شوي عکسونو ښايي لوگې د هندوستان څخه پاکستان ته تلی دی.

دويي وايي د هندوستان په پنجاب کې کرونده ګرو ۲۶۰۰ ځايونو کې د ګنو مونډانو ته اورونه واچول چې د پاکستتان پنجاب صوبې ته ترې لوګي لاړل او تورې لړې یې خورې کړې.

هندوستان په سمدستي توگه د پاکستان دغه دريځ ته ځواب نه دې ویلې خو په پاکستان کې د ماحول د تحفظ د ادارې پخواني چارواکي آصف شجاع مطبوعاتو ته ويلي دغه لړې په منځني ختيزکې په ځانګړې توگه په ايران، عراق او شام کې د شګو د طوفانونو له امله راغلي دي.

ښاغلي شجاع ويلي دي دغه د شګو او دوړو وريځې په زرګونو ميله لرې تلی شي او چې کله پاکستان ته ورسي هلته ورسره د تر د صحرا د دوړو طوفانونه ملګري شي او په ټوله سيمه کې د لړې تياره خوره کړي.

چارواکي اندېښمن دي چې دمينځني ختيز نه د شګو او دوړو غُولۍ په سوکړه ياخشک سالۍ کې ډېره په اسانه پاکستان ته رسي او ترڅو چې بارانونه نه وي په پنجاب او د خېبر پښتونخوا په پېښور، چارسدې او نوښار سيمو کې به وخت په وخت دغه ډول درنې لړې خوريږي.

د ماحولياتي بدلون دتحفظ دادارې چارواکي پروېزآمر ويلي امکان دی چې دغه لړې به تر څلورو هفتو پورې خورې وي چې ورسره په سړکونود حادثوامکان زياتېدی شي.

د روغتيا چارواکي وايي لړه او لوگی په خلکو او څاروو کې د ساه ناروغۍ هم خوروي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG