لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا ويلي د افغانستان خاوره به د پاکستان په ضد نه کاريږي،جنجوعه


د بهرنو چارو سېکترې ويلي اسلام اباد ـ واشنګټن ته ويلي چې په هېواد کې يې ټولې برخې د ترهګرو څخه پاکې کړي دي،
د بهرنو چارو سېکترې ويلي اسلام اباد ـ واشنګټن ته ويلي چې په هېواد کې يې ټولې برخې د ترهګرو څخه پاکې کړي دي،

د پاکستان د بهرنو چارو سېکترې تحمينه جنجوعه ويلي امريکا ورته باور ورکړی چې د هند د استخباراتي ادارې (را) په ګډون به يوه ډله هم د افغانستان د خاورې نه په پاکستان بريد ونکړي.

خو د ګل يا دوشنبې په ورځ پاکستان کې د امریکا سفير ډېويډ هېل ويلي پاکستان دې په خپله خاوره د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو په ضد برابر تدابير وکړي، هغه خبردار ورکړی د پاکستان او امريکا اړيکې په نازک پړاؤ دي.

نوموړي د پاکستان او افغانستان په اړوند امريکايي پاليسۍ باندې د بحث دپاره اسلام اباد کې راجوړې غونډې ته په وېنا کې ویلي، امريکا د پاکستان نه په سيمه کې د ثبات دپاره غوښتنه کوي چې د حقاني شبکې په ګډون د ټولو ترهګرو په ضد برابر عمليات وکړي.

هغه دا هم ويلي چې پاکستان دې خپله هغه ژمنه پوره کړي چې خپله خاروه به د بل په ضد کارېدوته نه پرېږدي.

د بهرنو چارو سېکترې ويلي اسلام اباد ـ واشنګټن ته ويلي چې په هېواد کې يې ټولې برخې د ترهګرو څخه پاکې کړي دي، او که امريکا ورسره په پاکستان کې د ترهګرو د شتون په اړه مالومات شريکوي نو اسلام اباد به يې په ضد عملیات کوي.

مېرمن جنجوعه ويلې افغانستان کې ۴۵ فيصده برخه د حکومت د لاس نه بهر ده، بيا حقاني نېټ ورک او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې خونديتوت ته څه اړتيا لري.

افغانستان او امريکا د اوږدې مودې نه ادعا کوي چې پاکستان په خپله خاوره د حقاني شبکې وسله والو ته پناه ورکړې او د دغه هېواد استخباراتي ادارې ايي اېس ايي په ملاتړ افغانستان کې ترهګري کوي.

اسلام اباد دغه تورونه ردوي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د اګست په میاشت کې د افغانستان او سويلي اسيا دپاره خپله اعلان کړې پاليسۍ کې په پاکستان سختې نيوکې کړي چې په خپله خاوره ترهګر ساتي او امريکا به نوره په دغسې کېدو غلې پاتې نشي.

امريکايي چارواکو د ترهګرو په ضد ګامونو نه پورته کولو په سر پاکستان ته دړکې هم کړي دي.

جنجوعه نن د سه شنبې په ورځ د برني اېوان سېنېټ د بهرنو چارو قايمه کمېټۍ ته د پاکستان او امريکا د اړيکو احوال تېرولو په مهال دغه خبرې کړې دي.

هغې ویلي د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د کابل په سفر کې افغان صدر اشرف غني ته دا څرګندونه کړې چې هند د پاکستان د لارې افغانستان سره سوداګري کولی شي، خو د دې دپاره دې هند په رسمي ډول پاکستان ته خواست وکړي خو تراوسه پاکستان سره په دغه اړوند تماس نه دی نیول شوی.

نوموړې ويلي امريکايي چارواکي يې په افغانستان کې د هند د هلوځلو او کشمير کې لاسوهنې نه خبر کړي دي، او زياته کړې يې ده امريکا وړانديز کړی چې د پاکستان او هند ترمنځ د کشمیر په شخړه کې د مينځګړي کردار ولوبوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG