لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ: د يو ارب روپو قاچاق شوې موبايلې ترلاسه شوي


د قاچاق ضد ادارې د کراچۍ په دوه بېلابيلو علاقو کې عمليات کړي او موبايلې يې ترلاسه کړي دي.

په کراچۍ کې د قاچاق ضد مبارزه کوونکې ملکي ادراې ويلي د دوشنبې يا ګل په شپه یې عملياتو کې د يو ارب روپو ماليت قاچاق شوې موبايلې ترلاسه کړي دي.

د ټريبيون ورځپاڼې د خبر ترمخه د قاچاق ضد ادارې د کراچۍ په دوه بېلابيلو علاقو کې عمليات کړي دي.

د راپور ترمخه د ښار په صدر بازار موبایل مارکيټ کې په عملياتو کې د ۲۵ نه تر ۳۰ زرو (کيو ـ موبايلې) او بلوچ کالونۍ کې په عملیاتو کې د ۷۰ نه تر ۸۰ زرو پورې قاچاق شوې موبايلې ترلاسه کړي دي.

چارواکو ويلي دا په درې کاله موده کې د قاچاق ضد مبارزه کوونکې ادارې دوېم غټ عمليات دي.

د سرچينو ترمخه دا درېم ځل دی چې د يادې کمپنۍ د موبايلو قاچاق کېدو په ضد عمليات شوي دي.

XS
SM
MD
LG