لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يمن ته نزدې هیلي کاپټر غورځېدو پېښه کې د سعودي شهزاده وژل شوی


د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف يمن کې د حوثي ياغیانو چې د ايران ملاتړي ورته ويل کيږي په ضد عمليات دوام لري.
د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف يمن کې د حوثي ياغیانو چې د ايران ملاتړي ورته ويل کيږي په ضد عمليات دوام لري.

د سعودي عرب د مطبوعاتو ترمخه د يمن پولې سره نزدې يو هيلي کاپټر غورځېدلی چې پکې د يو سعودي شهزاده په ګډون څو لوړ پوړي چارواکي وژل شوي دي.

خبري ادارې اېسوسي اېټډ پرېس ويلي هيلي کاپټر کې سوار اته واړه کسان وژل شوي دي.

د سعودي عرب مطبوعاتو ويلي د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې شهزاده منصور بن مقرن وژل شوی هغه د صوبه عيسر ګورنر ؤ.

شهزاده منصور مقرن د سعودي عرب د پخواني ولي عهد شهزاده مقرن بن عبدالعزيز زوی ؤ.

د سعودي عرب د کورنو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ويلي هيلي کاپټر په عسير صوبه کې غورځېدلی او تباه شوی دی.

د وزارت ترمخه لوړ پوړي چارواکي په صوبه کې د روانو پروژو ليدو له ورغلي وو.

د پېښې په اړه په نور تفصيلات نه دي وړاندې کړی شوی او د سعودي دولتي خبري ادارې يواځې د هيلي کاپټر د بې درکۍ خبر ورکړی دی.

د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې يوه ورځ وړاندې د سعودي پوځ ادعا کړې وه چې رياض پله داغل شوي يو ميزايل بريد يې ناکامه کړی ؤ.

د يمن حوثي ياغيانو ويلي ؤ ميزايل يې د رياض هوايي اډې پله توغولی ؤ.

د هيلي کاپټر غورځېدو د پېښې په اړوند حوثيانو څه نه دي ويلي.

د سعودي عرب په مشرۍ ائتلاف يمن کې د حوثي ياغیانو چې د ايران ملاتړي ورته ويل کيږي په ضد عمليات دوام لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG