لاس رسیدونکی لینک

څوک دې د امريکا ارادې کمزورې ونه ګڼي، صدر ټرمپ


نوموړي دا خبرې د اسيا د ۱۳ ورځنې سفر په پېل کې کړي دي.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د يکشنبې، اتوار په ورځ د چاپان ښار ټوکيو کې امريکايي عسکرو ته خپله وينا کې ويلي"څوک هم، يو آمر ،يو حکومت دې هم د امريکا ارادې کمزورې ونه ګڼي".

نوموړي دا خبرې د اسيا د ۱۳ ورځنې سفر په پېل کې کړي دي د کوم سفر په اړوند چې هیله کيږي مهمې خبرې به پکې په شمالي کوريا کيږي.

امريکايي پوځ ته په وينا کې ځينې خبرې څيړونکې شمالي کوريا د پاره په پټو الفاظو کې دړکه ګڼي.

صدر ټرمپ پوځ ته په مخاطب کولو سره ويلي، "تاسو د هغو ظالم واکمنو او آمرانو دپاره تر ټولو غټه خطره يئ، چې بې ګناه خلک يې ښکار دي".

جاپان ته د سفر پر محال هوائي جهاز کې خبريالانو سره په خبرو کې د امريکا غږ خبريال اسټيو برمن د يوې پوښتنې چې، د شمالي کوريا اولس ته څه پيغام ورکول غواړئ،

ځواب کې نوموړي وويل"چې د شمالي کوريا خلک ډير د قدر وړ دي د شمالي کوريا خلک عظيم دي او دا به ډېره ښه وي که مونږ د هغوي دپاره کار وکړو".

صدر ډونلډ ټرمپ داسې اشاره هم ورکړې چې په فلپائن کې کېدونکې غونډې په مهال خپل روسي سيال ولاديميرپيوټن سره يې ليدنه کېدی شي.

صدر امريکايي عسکرو ته د وينا نه وروستو ټوکيو سره نزدې سانتاما علاقې ته ورغلی چرته چې د چاپان وزيراعظم شنزوابې د هغه هرکلی کړی دی.

د غرمې د ډوډۍ نه وروستو دواړه مشرانو په۱۹۲۹ کې جوړ ګالف کلب ته تللی او د جاپان ګالف مشهور لوبغاړي هيديکي متسوياما سره يي ګالف لوبه کړې.

XS
SM
MD
LG