لاس رسیدونکی لینک

رياض: د شهزاده وليد په ګډون ۱۱ شهزادګان، څو نورکسان نيول شوي


د سعودي عرب سيټلائټ نېټ ورک العربيه د شنبې يا خالي په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې ياد کسان نيول شوي دي.

د سعودي عرب ياد شته من شهزاده الولید بن طلال په ګډون لږ تر لږه ۱۱ شهزاد ګان، څلور وزیران او څو نور پخواني وزيران نيول شوي دي.

دغه کسان د غبن په اړوند د پلټنو په لړ کې نيول شوي دي.

د سعودي عرب سيټلائټ نېټ ورک العربيه د شنبې يا خالي په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې ياد کسان نيول شوي دي.

د شنبې په ورځ د ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په مشرۍ د غبن يا کرپشن د مخنيوې دپاره جوړې کمېټۍ غونډه شوې او د هغې وروستو دغه کسان نيول شوي دي.

په نيول شوؤ کې شهزاده وليد هم شامل دی څوک چې د نړۍ په شته منو خلکو کې شماريږي، هغه په څو لویو ادارو کې غټ حصه دار او د خېر ښېګړې په کارونو هم ياد دی.

د سعودي عرب دولتي خبري ادارې ترمخه د باچا سلمان بن عبدالعزيز په حکم د سعودي نيشنل ګارډ يا ملي امنیت او سمندري ځواک مشران هم د چوکو لرې کړل شوي دي.

راپورونه وايي د غبن د پلټنو په لړ کې د کسانو نيولو هدف د باچا د زوي ځوان ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په ملکي امورو خپل لاس نور کلکول دي.

د باچا په حکم جوړې شوې کمېټۍ چې د غبن پلټنې کوي دا واک ورته ورکړی شوی دی چې مشکوک تن نيولی شي، سفري بندېزونه پرې لګولی شي او اثاثې يا جايداد يې تړلی شي.

راپورونه وايي د پلازمينې رياض رټزکارلټن هوټل د شنبې په ورځ خالي کړی شوی چې نيول شوي کسان شهزادګان پکې وساتل شي.

XS
SM
MD
LG