لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځي محکمو ته د۲۹ نورو ترهګرو دوسیې سپارل شوي


The U.S. Capitol building is prepared for the inauguration ceremonies for President-elect Joe Biden as the "Field of Flags" are illuminated on the ground on the National Mall, Jan. 18, 2021. in Washington, D.C.
The U.S. Capitol building is prepared for the inauguration ceremonies for President-elect Joe Biden as the "Field of Flags" are illuminated on the ground on the National Mall, Jan. 18, 2021. in Washington, D.C.

دپاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال وایي دمرکزي کابینې لخوا له منظورۍ وروستو دترهګرۍ نورې ۲۹ مقدمې پوځي محکمو ته لیږل شوي دي.

مرکزي کابینې ددغو مقدمو پوځي محکمو ته د لیږلو منظوري وروستو له هغې ورکړې چې اوونۍ دپاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوید باجوه وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته یو خط کې ولیکل چې سږکال پوځي محکمو ته د ترهګرۍ یوه مقدمه هم نه ده لیږل شوې.

دبشري حقونو فعالین پاکستان کې دپوځي محکمو په فعالیت سختې نیوکې لري اؤ وایي په دغو محکمو کې دانصاف تقاضې نه پوره کیږي خو پوځ وایي چې تورنو کسانو ته دځان دصفایۍ بشپړې موقعې ورکوي.

دکورنیو چارو وزیر احسن اقبال میډیا ته ویلي وزیراعظم د پوځ سرلښکر ته ددغه لیک ځواب هم ورکړی اؤ دا مهال د ترهګرۍ داسې ۸۰ مقدمې نورې هم شته چې هغه به دکابینې له منظورۍ وروستو پوځي محکمو ته لیږدول کیږي.

په پاکستان کې پوځي‌ محکمې په ۱۶م دسمبر کال ۲۰۱۴م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول د ترهګریز برید نه وروستو په جنوري کال ۲۰۱۵م کې جوړې کړی شوې وې.

په دغه ترهګریز برید کې ۱۵۰ؤ زیات ماشومان وژل شوي وؤ .

دغو محکمو ته تر اوسه د ترهګرۍ ۲۷۵ مقدمې لیږل شوي چې په هغې کې ګڼو ترهګرو ته د مرګ سزاګانې اورول شوي دي.

دبشري حقونو دپاره کارکوونکي ځینې تنظیمونه اؤ دمدني ټولنې فعالین په دغو محکمو نیوکې هم لري چې ټولې چارې پکې دخلکو له نظره پناه ترسره کیږي اؤ هیڅ نه معلومیږي چې تورنو خلکو ته دځان دصفایۍ څومره موقعې ورکوي.

خو دپاکستان پوځ وایي په دغو محکمو کې د دوسیو د اوریدنې په مهال ملزمانو ته د ځان دصفایۍ پوره پوره موقعې ورکړل کیږي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG