لاس رسیدونکی لینک

افغان ځواکونو سره نښتو کې ۵۴ ترهګر وژل شوي


افغان حکومت وایي دا مهال یې په هیواد کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعاله دي

دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې امنیتي ځواکونو د طالب جنګیالو،داعشیانو اؤ نورو ترهګرو ډلو په ضد دعملیاتو لړۍ چټک کړې اؤ ددفاع وزارت دعوه کوي چې په یو شواروز کې ۵۴ جنګیالي وژلي ډي.

افغان حکومت وایي دا مهال یې په هیواد کې ۲۱ ترهګرې ډلې فعاله دي چې وخت په وخت په افغان ځواکونو اؤ دولتي تاسیساتو بریدونه کوي.

د افغانستان د ملي دفاع دوزارت لخوا په یو بیان کې ویل شوي چې په تیر یو شواروز کې افغان ځواکونو په ننګرهار،پکتیا،غزني،زابل، کندهار،جوزجان،بلخ،هلمند،فاریاب اؤ بغلان ولایتونو کې په وسله والو جنګیالو چټک بریدونه کړي اؤ هغوئ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

ددفاع وزارت ویلي په دغو عملیاتو کې یې دجنګیالو ځالې دهوا څخه هم په نخښه کړي چې ۵۴ ترهګر پکې وژل شوي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې د وژل شوؤ جنګیالو تعلق دکومو ډلو سره دی.

افغان پوځ سره په جګړه بوختو یاغي طالبانو هم میډیا ته پخپل جاري کړي یو بیان کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې په امنیتي ځواکونو دبریدونو اؤ هغوئ ته د زیانونو اړؤلو دعوې کړي دي

په دې وروستیو کې دافغان امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو جنګیالو ترمینځ نښتو کې زیات شدت پیدا شوی اؤ افغان حکومت دعوه کوي چې طالب وسله والو ته د پاکستان داستخباراتي شبکې ایي ایس ایي مرسته ترلاسه ده خو پاکستان ددغو تورونو تردید کوي.

د کابل ترڅنګ واشنګټن اؤ نوی ډیلی هم په اسلام اباد تورونه لګوي چې دترهګرو ډلو مرسته کوي اؤ پخپله خاوره کې یې ورته خوندي ځالې ورکړي دي خو پاکستان بیا وایي چې په خاوره کې یې دترهګرو ځالې نشته

XS
SM
MD
LG