لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغان حکومت په واټس اپ او ټیلیګرام بندېزونو ته داولس وېشل شوی غبرگون


ګڼو ځوانانو د افغان حکومت په واټس اپ او ټیلیګرام بندېزونو ته وېشل شوی غبرگون ښودلی دی.

د وي او ای ډیوه په ټولنيزو رسنیو یو تپوس ته افغانانو ځلمو مثبت او منفي غبرګونونه څرګند کړل.

ډاکټر زکي الله ستوري پدې اړه په خپله تبصره کې لیکلي دی، تر هرڅه مخکې باید غیر قانوني سیمکارتونه کنټرول شي چی هغه امنیت ته تر دی ستر ګواښ دی خو ټولنیزی رسنۍ باید کنترول شی نه بندې.

عبدالله صبور د ډیوې په فیسبوک پاڼه باندې لیکلي، افغان حکومت دې لومړی اساسي مسلې لکه امنیت، بې ثباتۍ، بې روزکارۍ او نورې ستونزې حل کړي بیا دې د واټس اپ او ټلیګرام د بندولو تکل وکړي.

ګڼو نورو ځوانانو د حکومت ددغه اقدام هرکلی کړی او په خپلو تبصرو کې یې لیکلي دي چې که د هېواد امنیت ته ورڅخه زیان رسیږي نو ښه ده چې بندې شي.

که څه هم پدې اړه به وروستۍ پریکړه د شنبې یا خالي په ورځ اعلانیږي خو د افغانستان د مخابراتو د وزارت یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ اشنا ته وویل، چې دا پریکړه د امنیتي اندیښنو له مخې شوېده.

ده زیاته کړه، د افغانستان امنیتي ادارو ورڅخه د یادو ټولنیزو رسنیو د موقتي ځنډیدو غوښتنه کړیده چې یوازې د شلو ورځو لپاره به د ټولو مخابراتي شرکتونو له خوا عملي شي.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په رسمي ډول د دوو تولنیزو رسنیو د فعالیت د ځنډولو په اړه فکر کوي.

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په یوه بیان کې د دې لنډ مهاله بندیز هدف تخنیکي ستونزه ګڼلي ده.

دغې پرېکړې په افغانستان کې د بیان د ازادۍ په نامه یو شمېر ادارې اندېښمنې کړیدي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG