لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دښځو ټولټاکنو کې دبرخې باوري کولو په موخه کمپاين


دپاکستان د انتخاباتو کميشن هيواد کې د ښځو په ټول ټاکنو کې د برخې باوري جوړولو دپاره د کمپاين پيل کولو پريکړه کړيده .

د پاکستان د انتخابي کميشن د چارواکو ترمينځ د جمعې په ورځ ترسره شوې غونډه کې پريکړه شوې چې د ښځو په انتخاباتو کې د برخې باوري جوړولو دپاره به دغه مهم د روانې مياشتې د ١٠ مې نيټې څخه پيل کيږي او دا به د هېواد د څلورواړه صوبو په ٧٩ ضعلو کې چليږي او د راتلونکې کال د اپريل د مياشتې پورې به دوام کوي.

ويلی شوي دي چې د انتخابي کميشن دغه کمپاين کې به د هېواد د شناختي کارډونو د اندراج ادارې نادرا او مدني ټولنو څخه مرسته ملاتړ هم ترلاسه کولی شي خو اسلام اباد کې په انتخابي نظام دکار کونکي غير دولتي سازمان څيړونکي وايي بايد چې انتخابي کميشن خپل دغه مهم کې د سياسي ډلو صلاح مشوره او مرسته هم وغواړي .

د کال ٢٠١٧ د تازه سرشميرنې ترمخه پاکستان کې زنانه د ملک د ټولې ابادۍ ٤٨ فيصدي برخه ده خو شميرې ښايي چې د ټول ټاکنو په نوملړ کې د ښځو ٤٣.٧٥ فيصدي برخه درج ده او څيړونکي وايي دا څرګندوي چې د ښځو يوه لويه برخه د انتخابي نظام نه بهر ده .

د اليکشن کميشن ترمخه دا کمپاين به د پنجاب په ٢٧ ، دسند ٢٤ ، د خيبرپښتونخوا په ١٦ او د بلوچستان ايالت په ١١ ضعلو کې پرمخ وړلی شي ولې د پلډيټ ډايريکټر احمد بلال محبوب ډيوه ريډيو ته وايي بايد چې انتخابي کميشن په خپل دغه کمپاين کې د خيبرپښتونخوا او د پنجاب سويلي برخو ته زياته پاملرنه وکړي

نوموړی دا يو ښه او په وخت پورته کړی ګام بلي خو بيا وايي دمدني ټولنې نه زيات په دغه کمپاين کې سياسي ډلې ښه رول لوبولی شي .

سياسي ډلې د هيواد په هره ضعلع کې موثره موجودګي لري او ښه به وي چې کميشن د هغوي صلاح مشوره او مرسته ترلاسه کړي.

د کال ٢٠١٣ په عامو ټاکنو کې داسې رپورټونو مخې ته راغلي وو چې د هېواد په لرو پرتو سيمواو په ځانګړي ډول د خيبرپښتونخواه په بره دير کې سياسي ډلو د نا ليکلو تړونونو پراساس زنانه د ووټونو د عمل څخه بهر ساتلې وې او څيړونکي وايي ښځې د ملکي ابادۍ نيمايي برخه ده او بايد چې زنانه د هېواد په سياسي او انتخابي عمل کې چټک کردار ولوبوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG