لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان:امنیتي ځواکونو سره نښته کې ۲۰ طالبان وژل شوي


افغان چارواکي وایي په پکتيکا او غزني ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ جګړه کې ٢٠ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شو ي دي.

دزیارت په ورځ د پکتيکا امنيه قوماندن مل پاسوال محمد عظيم هاشمي خبریالانو ته ویلي تیره شپه وسله والو طالبانو د اورګون ولسوالۍ په ترميري سيمه کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دې بريدونو کې لس طالبان او دوه پوليس وژل شوي، درې پوليس او يو شمېر نور طالبان ټپيان شوي دي.

دافغانستان خبري شبکې پژواک د ترميري سيمې دیو اوسېدونکي مجاهد له خولې ویلي چې بريد تېره شپه ناوخته پيل شو او څلور ساعته يې دوام وکړو.

هغه وايي چې سهار يې په خپلو سترګو د دريوؤ پوليسو مړي ليدلي دي.

دغه راز د يو بل خبر له مخې، د غزني په دوو ولسواليو کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د والي وياند محمدعارف ویلي چې د اندړو ولسوالۍ په ملنګي او مراد سيمو کې عمليات شوي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي .

دغه راز نوري وويل چې د ده يک ولسوالۍ په ټپور سيمه کې هم عمليات شوي دي.

ده وويل چې په دې عملياتو کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

په دې وروستیو کې دافغان ځواکونو لخوا د طالب جنګیالو اؤ داعش په ضد عملیاتو کې چټکتیا راغلې اؤ زیاتره مهال د وسله والو لخوا په افغان ځواکونو دبریدونو راپورونه هم مخې ته راځي.

په دغو عملیاتو اؤ بریدونو کې دواړه خواوې یو بل ته د زیانونو رسؤلو دعوې کوي خو ددغو دعوؤ د ازادو سرچینو نه پخلی ځکه نه شي کیدلی چې د جنګونو په سیمو کې خبریالانو ته د رپورټنګ کولو اجازه نه ورکړل کیږي.

افغان حکومت اؤ امریکا دعوه لري چې دامهال دافغانستان اؤ پاکستان دګډې پولې دواړو غاړو ته تر شلو زیاتې ترهګرې ډلې دورانکارۍ په فعالیتونو بوختي دي.

دامریکې د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن تیره اوونۍ پاکستان ته دخپل سفر په مهال د شلو ترهګرو ډلو یو نوم لړ هم سپارلی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان نه یې ددغو ترهګرو ډلو په ضد دګامونو اخستو غوښتنه کړې ده.

خو پاکستان دریځ لري چې په خاوره کې یې دترهګرو ځالې نه شته

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG