لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دامریکه لخوا دترهګرو ورکړي نوملړ نه بې خبري ښودلې


دپاکستان دبهرنیو چارو ددفتر ویاند ویلي چې پاکستان امریکا سره په اوسنیو تماسونو کې د ترهګرۍ دمخنیوي په ګډون په ټولو معاملو خبرې کړي خو دترهګرو د فهرستونو د راکړې ورکړې په هکله ورته هیڅ علم نشته

هغه دغه څرګندونې وروستو له هغې کړي چې تیره ورځ دامریکا سپینې ماڼۍ دهاغو ۲۰ترهګرو ډلو نوملړ جاري کړو چې پاکستان ته یې سپارلی دی.

د زیارت په ورځ دپاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویاند ډاکټر فیصل مطبوعاتو ته داحوال تیرولو په وخت ویلي چې پاکستان اؤ‌ امریکا دافغانستان په هکله یو شان دریځونه لري اؤ دواړه هیوادونه غواړي چې دافغانستان اؤ‌ پاکستان په ګډه پوله د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی پکار دی.

خارجه ویاند وویل همدغه وجه ده چې پاکستان پاکستان افغانستان سره په لګیدلې پوله نه یوازې ازغن تار لګوي بلکې دترهګرو دفعالیتونو مخنیوي دپاره نور ضروري ګامونه اخلي.

واشنګټن،کابل اؤ نوی ډیلی په اسلام اباد تورونه لګوي چې خپله خاوره کې یې ترهګرو ته خوندي ځالې ورکړي اؤ دوئ دپاکستان دخاورې نه په نورو هیوادونو کې ترهګري کوي.

پاکستان اوس اوس افغانستان سره په پوله د ازغن تارلګولو کار پیل کړی اؤ وایي چې دغه کار دترهګرو مخنیوي دپاره کوي خو افغانستان په پوله ددغه ازغن تار مخالفت کوي اؤ دریځ لري چې ډیورنډ پاکستان سره د رسمي پولې په توګه نه مني.

افغانستان د وړاندې څخه په ډاګه کړې چې دفرصت په موندلو سره به دپاکستان ازغن تار اؤ امنیتي پوستې له مینځه وړي.

دخارجه دفتر ویاند ویلي دي چې پاکستان افغانستان سره د طالبانو دمشر ملا فضل الله معامله هم راپورته کړې ده خو تراوسه افغان حکومت په دغه هکله کوم غوڅ اقدام نه دی کړی.

پاکستان تور لګوي چې دپاکستاني طالبانو دتحریک مشر ملا فضل الله افغانستان کې ناست اؤ پاکستان کې ورانکاري کوي خو افغان حکومت بیا دریځ لري چې پاکستان ورته دکومو ورانکارو فهرستونه ورکړي هغوئ کې یې زیاتره خو وژلي اؤ یا یې بیا له نیول کیدو وروسته پاکستان ته سپارلي دي.

خوافغان حکومت وایي چې ددې په پرتله دوئ پاکستان ته دکومو ترهګرو نومونه ورکړي پاکستان یې په ضد هیڅ اقدام نه دی کړی.

پاکستان کې دکونړ صوبې د مرستیال والي قاضي محمد نبي احمدي دبې درکه کیدو په هکله دیوې پوښتنې ځواب کې ویاند وویل هغه په شخصي توګه پاکستان ته راغلی ؤ اؤ په رسمي توګه یې پاکستان دخپل راتګ څخه نه دی خبر کړی خو پاکستان بیا هم دهغه دموندنې دپاره هڅې چټک کړي دي.

دکونړ مرستیال والي درې ورځې دمخه دپیښور د ډبګرۍ سیمې نه تښتول شوی اؤ تراوسه هیچا دهغه دتښتونې پړه پغاړه نه ده اخستې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG