لاس رسیدونکی لینک

د بلوڅو ښځو بې درکه کولو تور په امنيتي ادارو لګول شوی


ماما قدير او د ډلې غړو يې د سه شنبې په ورځ د ښځو د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

بلوچستان کې د بې درکه کسانو دپاره مبارزه کوونکې ډلې مشر ادعا کړې چې په تېرو څو ورځو کې د بلوچ بېلتون پاله مشر ډاکټر الله نذر د ښځې په ګډون اته بلوڅې ښځې امنيتې ادارو بې درکه کړي دي.

د "وایس فار بلوچ مسنګ پرسنز" د بې درکه بلوڅانو دپاره غږ پورته کوونکې ډلې مشر ماما قديد بلوڅ وایس اف امريکا ته ويلي څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د بلوچ هيومن راټس ښځينه سيکرټري اطلاعات عطانواز نيول شوې او د هغې وروستو په دوه ورځو کې نورې اووه ښځې د کوټې سرياب علاقې نه نيول شوي دي.

ماما قدير ويلي د الله نذر ناروغه ښځه چې د بچو او دوه نورو ښځو سره کوټې ته علاج له راتله په سرياب کې د بس نه کوزه کړی شوې او امنيتي ځان سره بوتلې ده.

نوموړي ويلي امنیتي ادارو د (لاقانونه ګرځول شوې ډلې) بلوچ لبرېشن ارمي يو بل کمانډر اسلم بلوچ خور هم د بچو او درېو نورو ښځو سره د کورنو نه نيول شوي دي.

د ټولنيز رسنيو په وېب پاڼو د تېرو څلورو ورځو راهسې هم په دغه اړوند خبرې کيږي څوک وايي، د الله نذر ښځه د روغتون نه بوتلل شوې څوک وايي په سرياب کې نيول شوې او ځينې وايي د چمن په پوله کندهار ته د تلو په مهال نيول شوې ده.

ځايي رسنيو يواځې د چمن په پوله د درېو تنو ښځو د نيولو خبر ورکړی چې پلټنې ترې کولی شي.

او د بلوچستان صوبايي حکومت وياند انوارالحق په يو بيان کې د چمن په پوله د درې مشکوک ښځو د نيولو پخلی کړی دی، نوموړي ويلي په ابتدايي پلټنو کې د ښځو اړيکې د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو سره مالومې شوي او نور تحقيقات ترې روان دي.

بل لور ته د پارلمان برني اېوان سېنېټ کې هم بلوچستان کې د ښځو په نيولو بحث شوی او د حکومت د طرفه يواځې په دومره ځواب ويلو چې درې ښځې نيول شوي دي، د مخالفه ګوندونو سېنېټرانو احتجاج کړی دی.

د داخله چارو وزير مملکت طلال چودري سېنېټ ته ويلي د ښځو او ماشونو د نیولو په اړوند يې د چهارشنبې په ورځ د بلوچستان د صوبايي حکومت د چارواکو نه مالومات ترلاسه کړي دي.

هغه ويلي ښځې په غېرقانونه توګه افغانستان ته اوړېدې، او طلال چودري د نورو مالوماتو دپاره د اېوان نه وخت غوښتی دی.

د بلوچستان حکومت وياند ويلي د نيول شوؤ ښځو او نورو کسانو په اړوند به دوه ورځو کې وزيراعلی په خپله خبريالانو سره مالومات شريک کړي.

ماما قدير او د ډلې غړو يې د سه شنبې په ورځ د ښځو د خوشي کولو دپاره احتجاجي مظاهره هم کړې ده.

ناارامه بلوچستان صوبه کې څو بېلتون خوښي غورځنګونه دوام لري او د پاکستان حکومت د بېلتون خوښو زياتره ډلې لاقانونه ګرځولي دي.

بلوڅ بېلتون خوښي تور لګوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې يې خلک پورته کوي، وژني يې او مړي يې غورځوي. خو ادارې او حکومت دغه ډول تورونه ردوي.

بلوڅ بېلتون خوښي او ياغيان دا هم وايي چې پنجاب يې حقونه تروړي او وسائل يې کاروي، ځکه دوي د خپلو حقونو ترلاسه کولو دپاره مبارزه پېل کړې ده.

XS
SM
MD
LG