لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيويارک دبريد وروستو امریکا ته د راتلونکو د نور سخت لټون حکم


صدر ټرمپ تېر کال خپل انتخابي کمپاين کې او بيا د هغې وروستو هم څو ځله د غېرقانوني بهر ملکيانو په اړه سخت بيان ورکړی دی.
صدر ټرمپ تېر کال خپل انتخابي کمپاين کې او بيا د هغې وروستو هم څو ځله د غېرقانوني بهر ملکيانو په اړه سخت بيان ورکړی دی.

د امريکا صدر ډونلډ ټرمپ د نهې يا سه شنبې په ورځ نيويارک کې د بريد وروستو د کورني امنیت ادارې ته حکم کړی امريکا ته د بهر ملکونو نه راتلونکو د لټون عمل دې نور سخت کړي.

د سه شنبې په شپه صدر ټرمپ په ټويټر ويلي، هغه د نيويارک د بريد وروستو د کورني امنيت ادارې (هوم لېنډ سيکيورټي) ته ويلي چې امریکا ته د بهر ملکونو نه راتلونکو د لټون عمل د وړاندې په پرتله نور سخت کړی شي.

صدر ټرمپ تېر کال خپل انتخابي کمپاين کې او بيا د هغې وروستو هم څو ځله دا خبره کړې چې امريکا کې په غېر قانونه توګه مېشت بهرملکيانو په ضد به سخت عمليات کولی شي او نوموړي د هغو د امريکا نه ويستلو او نورو امريکا ته د نه پرېښودو ويلي.

امريکايي صدر د بهرملکونو نه د راتلونکو د لټون د عمل سختولو ويلي خو تراوسه پورې د هغه حکومت دا نه ده په ډاګه کړې چې په دې عمل کې به څه ډول بدلونونه کولی شي.

د سه شنبې په ورځ د نیويارک په مېن هېټن علاقه کې يو تن ټرک په خلکو ورخېژولی، اته تنه يې پکې چقولي وژلي او څو نور ژوبل کړی وو.

د چارواکو په وېنا په خلکو د ټرک ورخېژونکي پېژندګلو د ۲۹ کلن سيفولو سائيپوو په نوم شوې چې تعلق يې د ازبکستان سره دی او هغه په کال ۲۰۱۰م کې په قانوني لار امريکا ته راغلی ؤ.

سائيپوو باندې پوليس ډزې کړې او هغه په ژوبل حالت کې نيول شوی او دا وخت په سخت ژوبل حالت کې په روغتون کې دی.

ځينو عېني شاهدينو ویلي سائيپوو د خلکو چقولو وروستو د ټرک نه بهر راوتی او د الله اکبر نعرې یې هم وهلي وې.

د پېښې وروستو امریکايي صدرته احوال تېر کړی شوی او نوموړي سمدست په ټويټر غبرګون کې ويلي، دا د انتهايي ناروغه ذهن او ناوړه سړي برید دی، او زياته کړې يې وه امريکا کې به هيچا ته د داسې پېښو اجازه نه وي.

په خپل بل ټويټ کې نوموړی ويلي ؤ، په منځني ختيځ او نورو ځايونو کې داعش ته د ماتې ورکولو وروستو به مونږ دويې په هيڅ حال کې بيرته د راتلو يا امریکا ته د راننوتواجازه ورنکړو، بس ډېره وشوه.

پوليس د نيول شوي تن نه پلټنې پېل کړي دي او د پېښې د ځای نه یې ځينې داسې اسناد ترلاسه کړي دي چې مشکوک تن پکې د داعش سره د خپل تړاؤ څرګندونه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG