لاس رسیدونکی لینک

افغان حکومت دطالبانو تر ولقې دميلينونو افغانانو د ژوند کولو راپور رد کړو


افغان حکومت د سیګار هغه راپور رد کړ چې ګواکې ۳.۷ میلیونه افغانان د طالبانو تر واک لاندې ژوند کوي

افغان حکومت د سیګار له هغه راپور سره مخالفت څرګند کړ چې په دغه هېواد کې د ترهګرو تر واک او نفوذ لاندې ۵۴ ولسوالۍ دي او په هغو کې درې عشاریه اوه میلیونه خلک ژوند کوي.

د افغانستان ددفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ ته وویل، دا مهال نهه ولسوالۍ د طالبانو تر ولکې لاندې دي او په یو شمېر نورو کې زیاتې امنیتي ستونزې دي.

خو ده وویل دا غلطه خبره ده چې ګواکې ۳.۷ میلیونه خلک دې د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې ژوند کوي.

ښاغلي وزیري وړاندې وویل، طالبان ګوریلايي جګړې کوي او په خلکو باندې واکمني نه لري.

ده زیاته کړه، افغان امنیتي ځواکونو د طالبانو د هغو سټراټیژیکو اهدافو مخه نیولې چې غواړي د کوټي، پېښور او میرانشا شوراګانې افغانستان ته واړوی.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش امریکا غږ ته وویل، افغان ځواکونو نه یواځې د خپل واک لاندې پخوانۍ سیمې ساتلي بلکه دوي له طالبانو څخه په کندهار، هلمند او کندز کې یوشمېر نوې سیمې هم نیولې دي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د څآر د ادارې یا سیګار د راپور له مخې د ۲۰۱۷ کال د اګست تر میاشتې د افغانستان د ۴۰۷ ولسوالیو له ډلې یې" اورپکي په ۱۳ ولسوالیو مستقیم کنترول او په ۴۳ نورو یې نفوذ لري".

په راپور کې راغلي و، چې دا له ۲۰۰۲راپدېخوا په افغانستان کې تر ټولو ډېره سیمه ده چې طالبان پرې واک او او یا نفوذ لري. سیګار وايي د طالبانو د کنترول او نفوذ لاندې ولسوالیو کې شاوخوا ۳.۷ میلیونه خلک ژوند کوي.

سیګار نه وه ویلي چې دا ولسوالۍ د افغانستان په کومو ولایتونو کې دي، خو طالبان تر ډېره په جنوب او جنوب ختیځ کې فعاله دي.

تر دې مخکې سیګار په خپل یوه بلکلني راپور کې ویلي وو چې افغان حکومت د ۴۰۷ ولسوالیو په ۶۰فیصده حاکمیت او پر ۱۱ ولسوالیو د طالبانو کنترول دی.

څرګنده نده چې سیګار د طالبانو تر واک لاندې سیمو په اړه معلومات له کومه کړل، خو دغه اداره د امریکا د استخباراتو محرمو اسنادو ته د لاسرسي سربیره پخپله د اړوندو مسایلو په اړه خپلواکه پلټنې کوي.

د متحدو ایالتونو کانګرس د افغانستان د بیاجوړنې په چارو کې د امریکا لخوا د څار اداره (سیګار) جوړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG