لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پارلیمان کې دخیبرپښتونخوا چوکۍ سیوا کیږي


دپاکستان پارلیماني ګوندونه هیواد کې د ترسره شوې سرشمیرنې په اساس راتلونکي کال کې دکیدونکو ټولټاکنو څخه دمخه دقامي اسمبلۍ دنوؤ حلقه بندو په هکله د ائني بدلون په مسوده صلاح شوي دي.

ددغې مسودې له مخې به دخیبرپښتونخوا اؤ بلوچستان دپاره دقامي اسمبلۍ چوکۍ زیاتولی شي.

اسلام اباد کې دقامي اسمبلۍ دسپیکر ښاغلي ایاز صادق په مشرۍ د پارلیماني مشرانو د شوې غونډې نه وروستو مطبوعاتو ته داحوال تیرولو په وخت سپیکر ایاز صادق ویلي د قامي اسمبلۍ دڅوکو شمیره به پڅایې ساتلی شي خو ددستوري بدلون لاندې به دخیبرپښتونخوا دپاره پینځه اؤ بلوچستان ایالت دپاره درې چوکۍ پارلیمان کې سیوا کولی شي

هغه وویل په دغه غونډه کې د پنجاب د اوو چوکیو د کمولو اؤ د سندهـ اؤ قبائیلي سیمو د چوکیو پخپله زړه شمیره د ساتلو پریکړې هم شوي دي.

دپارلیماني مشرانو غونډه کې شریک د قامي وطن پارټۍ مشر افتاب احمد خان شیرپاؤ پارلیمان کې د وړو صوبو د څوکیو سیوا کولو پریکړه مهمه بللې خو ورسره یې د قبائیلي سیمو دچوکیو د شمیرې د نه سیوا کولو په پریکړه ټکونه هم کړي دي.

افتاب احمد خان شیرپاؤ وایي په سرشمیرنه کې دپاکستان دټولو قبائیلي سیمو شمیره یوازې پنځوس لکه ښودل شوې خو دغه حقیقي شمیره د یو نیم کروړ نه هم زیاته شوې ده.

هغه وویل دا مهال قامي اسمبلۍ کې دقبائیلو دپاره یوازې دولس چوکۍ دي چې دا باید نورې هم سیوا کړل شي.

دنوو حلقه بندیو لاندې به دقامي اسمبلۍ یوه حلقه په اووه لکه اؤ شپیته زره ووټرانو باندې مشتمله وي .

دخیبرایجنسۍ نه دقامي اسمبلۍ غړي حاجي شاه جي ګل اپریدي پارلیمان کې د قبائیلي سیمو دچوکیو دشمیرې نه سیوا کولو دپریکړې طرفداري کړې ده خو وایي دوئ به ائین کې دبدلون په مهال دخیبرپښتونخوا اسمبل کې د قبائيلي سیمو دپاره دچوکیو بیلولو غوښتنه راپورته کوي.

شل کاله وروستو پاکستان کې دترسره شوې سرشمیرنې د غیرحتمي نتیجو ترمخه د هیواد ټوله ابادي ۲۳ کروړو ته رسیدلې ده اؤ دپاکستان دټولټاکنو کمیشن حکومت ته دنوؤ حلقو د ټاکنو په اړه د راتلونکې جمعې ورځ نیټې ورکړې ده چې په دې کې باید حلقه بندیو دپاره ائین کې بدلون وکړي

ټاکل شوې ده ائین کې دبدلون دغه مسوده به سبا قامي اسمبلۍ اؤ بیا وروستو سینیټ ته وړاندې کولی شي.

دپاکستان قامي اسمبلۍ ې ټول ټال ۳۳۲ چوکۍ دي چې ۲۷۲ چوکۍ پکې عمومي اؤ ۶۰ چوکۍ پکې د ښځو اؤ‌ اقلیتونو دپاره ځانګړې کړل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG