لاس رسیدونکی لینک

چارسده:وسله والو یو پولیس افسر وژلی،دوه عسکرژوبل


پولیس ماجوګي کې دغیرقانوني وسلو په ضد عملیات کول چې دیو کور نه پرې ډزې وشوې

دخیبرپښتونخوا صوبې په چارسده سیمه کې د وسله والو په ډزو یو پولیس افسر وژل شوی اؤ دوه عسکر نور ژوبل شوي دي.

د چارسدې پولیس ډي ایس پي سیدافتخار شاه د شورو په ورځ وائس اف امریکا ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې پولیسو په ماجوګي کلي کې د غیرقانوني وسلو په ضد عملیات کول چې په دغه مهال پرې د یو کور نه ډزې شوي دي.

دپولیسو دغه مشر وایي په ډزو کې دایوب خان په نوم یو ایس ایچ او وژل شوی اؤ دشاه حسین اؤ اکاز په نومونو دوه نور پولیس سخت ژوبل شوي.

ښاغلی افتخار شاه زیاتوي چې په دغه موقعه دپولیسو ځوابي ډزو کې د ظاهر شاه په نوم یو وسله وال هم وژل شوی.

په پيښه کې ژوبل شوي پولیس عسکر دعلاج دپاره د پيښور لیډي ریډنګ هسپتال ته رسول شوي خو دهسپتال سرچینې وايي چې ددغو پولیسو حالت هم ډیر ښه نه دی .

دخیبرپښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې وخت په وخت په پولیسو دغسې بریدونه کیږي چې تر دې مهاله په کې په سوؤنو پولیسو خپل ژوند دلاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان پوځ دعوه کوي چې ضرب عضب عملیاتو کې یې دترهګرو ملا ماته کړې ده اؤ‌ اوس هغوئ د منظمو بریدونو توان دلاسه ورکړی دی.

خو په پاکستان کې په امنیتي عسکرو دکیدونکو بریدونو پړه اوس هم زیاتره مهال ترهګرې ډلې پغاړه اخلي

XS
SM
MD
LG