لاس رسیدونکی لینک

ملاکنډ ډويژن نه د پوځ ويستلو تياری کيږي


په کال ۲۰۰۹م کې په پوره زور سره پوځ د راه نجات په نوم په دوېم ځل عمليات کړي او طالبان يې د سوات نه ويستي وو.

پوځ تياری کوي چې د خېبرپښتونخوا يو شمېر برخو نه ووځي او پلان لري چې ځايي امنيتي ادارو ته د علاقې واک وسپاري.

اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ليکلي نن د چهارشنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا د اېپکس کمېټۍ په کېدونکې غونډه کې په دې بحث کيږي په ځانګړي ډول چې د ملاکنډ ډويژن نه څنګه د پوځ وتلو پلان ترتيب شي.

ورځپاڼې د سرچينو لخوا ويلي يوې ډلې ته به سپارلی شي چې هغه د دې کار دپاره وخت وټاکي او کمېټۍ ته يې وړاندې کړي.

يو لوړ پوړ ي چارواکي ويلي د امنيتي ځواکونو په قربانو اوس وخت راغلی چې دغه علاقه چې يو وخت د ترهګرۍ سره مخ وه، دا ځايي غېر پوځي امنيتي ادارو ته وسپارلی شو، خو دا عمل به په يوه محتاطه طريقه سرته کولی شي.

د خېبرپښتونخوا اوسني حکومت د قانون په ځای کوونکو ادارو دپاره صوبه کې ۷۵فيصده بجټ لګولی او د تعليم او صحت څانګو ته يې درېمه برخه بجټ ورکړی دی.

دا وخت د ملاکنډ ډويژن په ضلع بونېر کې ۲۳۵۱، بره دير کې ۲۲۴۹، کوز دير کې ۴۳۴۱، چترال کې ۱۸۱۵، شانګله کې ۲۰۳۵ او سوات کې ۶۳۴۱پولیس دي او دويې سره بيا خصوصي پوليس د ضرورت پوره کولو دپاره لګول شوي دي.

خصوصي ځواک د پوځ سره په سيمه کې د استخباراتو او ملاتړ په توګه کار کوي د کله نه چې هلته پوځي عمليات پېل شوي دي، د پوليس د مرستې دپاره هلته دوه ډويژنه پوځ په ځای کړی شوی ؤ، دا وخت پوليس او پوځ دواړه هلته شتون لري.

په غونډه کې به په دې هم بحث کولی شي چې هلته به د پوځ په بدل کې څومره ملېشه ځواکونه په ځای کولی شي او په هغې به څومره مالي خرڅ راځي.

ملاکنډ ډويژن چې د سېلګرۍ په سيمو ياده علاقه ده او په سېلګرۍ اډاڼه لري دې ته اړتيا لري چې هلته بيرته د سېلګرۍ دپاره ښه ماحول برابر کړی شي او اپېکس کمېټۍ کې به په دې بحث کيږي.

د دې ترڅنګ به ګلي باغ علاقه کې د هوټل سره اړونده هر ډول روزنيز مرکز چې هغه يو سب جېل جوړ کړی شوی او پوځ سره دی د هغې د راتلونکې په اړوندبه خبرې کولی شي.

د خېبرپښتونخوا ګورنر، د پېښور کور کمانډر او د خېبرپښتونخوا وزيراعلی د اېپکس کمېټۍ پاخه غړي دي.

ملاکنډ ډويژن ته په کال ۲۰۰۷م کې د متحده مجلس عمل په حکومت کې پوځ په سيمه کې د راه حق په نوم پوځي عمليات پېل کړي چې کله د ملافضل الله په مشرۍ طالبانو حکومتي عملداري چېلنج کړه.

د هغې وروستو په کال ۲۰۰۹م کې په پوره زور سره پوځ د راه نجات په نوم په دوېم ځل عمليات کړي او طالبان يې د سوات نه ويستي وو.

سوات او د ملاکنډ ډويژن په نورو ضلعو کې امنيت په ځای کړی شوی او په کومه علاقه د طالبانو په لاس کې نشته يا هلته په منظم ډول شتون نه لري خو بيا هم په سيمه کې وخت په وخت د ترهګرۍ پېښې رامنځته کيږي.

او په سوات او نورو علاقو کې زياتره د امن لښکر مشرانو او غړو باندې وژونکي بريدونه کيږي او پوليس په هدف کولی شي.

XS
SM
MD
LG