لاس رسیدونکی لینک

امريکا پاکستان نه اخستل شوې هيلي کاپټرې بيرته پاکستان ته نه ورکوي


دغه هيلي کاپټرې امريکې پاکستان ته په کال ٢٠٠٢م کې دهيواد دننه دنشه اي توکو دمخنيوي په غرض دڅارنې دپاره ورکړې وې.

پاکستان وايي امريکا ورته دهاغه هيلي کاپټرو دبيرته ورکولو نه انکار کړى چې په دې وروستيو کې يې دپاکستان نه بيرته اخستې دي.

دغه هيلي کاپټرې امريکې پاکستان ته په کال ٢٠٠٢م کې دهيواد دننه دنشه اي توکو دمخنيوي په غرض دڅارنې دپاره ورکړې وې.

خو داګست په مياشت کې دامريکې دصدر ډانلډ ټرمپ لخوا په پاکستان کې دترهه ګرو ډلو دخوندي ځالو دموجوديت دتورونو لګولو نه وروستو دامريکا او پاکستان اړيکې تاؤژني شوي او امريکې دغه هيلي کاپټرې بيرته دپاکستان نه غوښتلې وې.

دامريکا لخوا پاکستان ته دمخدره موادو دکرلو دمخنيوي لپاره دورکړى شوو هيلي کاپټرو دبيرته اخستو نه وروسته پاکستان غواړي دغه هيلي کاپټرې ديو نوي تړون له مخې بيرته دامريکا نه ترلاسه کړي.

امريکې پاکستان ته ورکړې دغه هيلي کاپټرې وروسته له هغې دپاکستان نه بيا غوښتې وې چې پاکستان کې دترهه ګرو دموجودو ځالو پسر دامريکا او پاکستان اړيکې کړکيچنې شويدي

دافغانستان او سويلي ايشيا لپاره دخپلې تګلارې اعلانولو په مهال دامريکې صدر ډانلډ ټرمپ په پاکستان نيوکې کړي چې امريکا څخه داربونو ډالرو مرسته دترهه ګرۍ دمخنيوي په نوم اخلي خو پخپله خاوره يې هاغه ترهه ګر ساتلي چې امريکا ورسره په جګړه بوخته ده.

دپاکستان دپخواني پوځي امر جنرال(ر) پرويز مشرف دواکمنۍ په مهال په کال ٢٠٠٢م کې امريکا پاکستان ته دغه هيلي کاپټرې ورکړې وې چې مقصد يې په قبايلي سيمو او بلوچستان کې دنشه اي موادو مخه نيول ؤ.

دنهو هيلي کاپټرو ترڅنګ امريکا پاکستان ته درې الوتکې هم ورکړې او پاکستان دغه الوتکې په شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په مهال قبايلي سيمو کې دترهه ګرو دموجوديت او دهغوي دتګ راتګ دڅارنې لپاره هم کارولې وې.

ددغو هيلي کاپټرو لپاره دشوي تړون دمودې دپوره کيدو څخه وروستو يا خو پاکستان ته دغه هيلي کاپټرې په پېسو اخستل او يا امريکا ته بيرته سپارل وؤ،خو اسلام اباد دغه هيلي کاپټرې داخستو پځايې بيرته امريکا ته ورکړيدي.

دميډيا راپورونه وايي چې داسلام اباد څخه ددغو هيلي کاپټرو دترلاسه کولو څخه وروستو امريکا هم ددغو هيلي کاپټرو دخرڅولو لپاره هلې ځلې پيل کړي ترڅودا هيلي کاپټرې اسلام اباد بيا وانخستل شي.

ټرمپ انتظاميه دپاکستان دخفيه ادارو لخوا پخپله خاوره دترهه ګرو دپاللو اؤ هغوي ته دخوندي ځالو ورکولو له امله په پاکستان وخت په وخت نيوکې کوي

خو ددې ترڅنګ داسلام اباد درقيب ګاونډي هيواد هند په اړه بيا نظر لري چې دغه هيواد په جګړه ځپلى هيواد افغانستان کې دسولې لپاره مهم کردار ادا کولى شي.

دامريکا ترڅنګ نوى ډيلى او کابل هم دپاکستان څخه ګيله مند دي چې په دغه هيواد کې ترهه ګر دهغوي په خاوره دترهه ګريزو بريدونو پلانونه جوړوي او نوى ډيلى او کابل دبې ثباتۍ سره مخ کوي.

دپاکستان لخوا امريکا ته ددغو هيلي کاپټرو د بيرته ورکولو په اړه معلومات په داسې حال کې مخې ته راغلي چې له دې وړاندې ددواړو هيوادونو ترمينځ دايف-١٦ الوتکو تړون هم وروستو له هغې نيمګړى پاتې شوى ؤ چې دامريکا کانګريس ددغو الوتکو لپاره پاکستان ته دمالي امداد داودرولو پريکړه کړې وه.

دامريکايي کانګريس ددغه پريکړې څخه وروستو ټاکل شوې وه چې پاکستان ته به داتوو ايف-١٦ الوتکو داخستو لپاره ٧٠ کروړه ډالر پخپله ادا کول وي.

دميډيا راپورونه وايي پاکستان يوځل بيا غواړي چې دامريکا څخه دغه هيلي کاپټرې واخلي.

امريکا ته د هيلي کاپټرو دبيرته ورکولو پريکړه دپاکستان پخواني دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان کړې وه.

چوهدري نثار په دې نظر ؤ چې ددغو هيلي کاپټرو په بيا سمولو ډير لګښت کيږي.

خو دپاکستان دکورنو چارو اوسني وزير احسن اقبال بيا په دې نظر دى چې هغوي ته دمخدره موادو دقاچاق دمخنيوي لپاره ددغو هيلي کاپټرو اړتيا ده.

هم له دې امله احسن اقبال دامريکا دسفر په مهال پاکستاني سفارتخانې ته امريکا سره په دې اړه دتړون دنوي کولو وينا کړې وه خو امريکا ورته ددغو هيلي کاپټرو دبيا ورکولو څخه انکار کړيدى.

XS
SM
MD
LG