لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د بلوچ بېلتون خوښي الله نذر د ښځې او بچو نيولو ادعا


dr الله نذر د بلوچستان لبرېشن فرنټ نومې ډلې مشر دی، او د پاکستان حکومت دغه ډله په کال ۲۰۱۰م کې لاقانونه ګرځولې ده.nazar baloch
dr الله نذر د بلوچستان لبرېشن فرنټ نومې ډلې مشر دی، او د پاکستان حکومت دغه ډله په کال ۲۰۱۰م کې لاقانونه ګرځولې ده.nazar baloch

راپورونه وايي د بلوچستان بېلتون پاله ډاکټر الله نذر بلوچ ښځه او بچي په زوره بې درکه کړی شوي دي.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې بلوچستان سټوډنټس ارګنائزېشن (بي اېس او) په ټويټر د الله نظر د ښځې او بچو د کوټې نه بې درکه کېدو خبر ورکړی دی.

دې بلوچستان پوسټ نومې وېب پاڼې ليکلي د الله نذز ښځه فضيله د هغې بچي او درې نورې ښځې د دوشنبې په ورځ د کوټې سرياب علاقې نه د پاکستان خفيه ادارو پورته کړي دي.

د بلوچستان صوبايي حکومت يا امنيتي ادارو چارواکو په دغه اړوند په رسمي ډول کوم بيان نه دی ورکړی.

ځايي ټيلي ويژن چېنلې يواځې دومره خبر خپروي چې د چمن په پوله څو مشکوکه ښځې نيول شوي او د تحقيقاتو دپاره نامالومه ځای ته منتقل کړی شوي دي.

په ټويټر ځینو خلکو ليکلي د الله نذر ښځه او ماشومان د هغه سره ليدو له کندهار ته تلل او د چمن په پوله نيول شوي دي.

ځينې کسانو ليکلي د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو د بېلتون په اړوند بحثونه کيږي ځکه يې د مشرانو کورنۍ هدف جوړولی شي.

ويل کيږي الله نذر د بلوچستان لبرېشن فرنټ نومې ډلې مشر دی، او د پاکستان حکومت دغه ډله په کال ۲۰۱۰م کې لاقانونه ګرځولې ده.

د الله نذر د وژنې په اړوند تېر کال خبرونه مخې ته راغلي خو بلوچستان لبرېشن فرنټ نومې ډلې دغه ادعاوې رد کړې وې.

د بلوچستان حکومت د بېلتون پاله مشر په سر ۵۰ لاکه روپۍ هم اېښودي دي.

ناارامه بلوچستان صوبه کې څو بېلتون خوښي غورځنګونه دوام لري او د پاکستان حکومت د بېلتون خوښو زياتره ډلې لاقانونه ګرځولي دي.

بلوچ بېلتون خوښي تور لګوي چې د پاکستان استخباراتي ادارې يې خلک پورته کوي، وژني يې او مړي يې غورځوي. خو ادارې او حکومت دغه ډول تورونه ردوي.

بلوچ بېلتون خوښي او ياغيان دا هم وايي چې پنجاب يې حقونه تروړي او وسائل يې کاروي، ځکه دوي د خپلو حقونو ترلاسه کولو دپاره مبارزه پېل کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG