لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 هند د پاکستان لخوا افغانستان ته د ترانزیټي سوداگرۍ دخبرو وړاندیز رد کړو.


هند د افغان اولسمشر اشرف غني په خله د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په ټرانزيټي سوداگرۍ د خبرو لپاره لیږلی وړانديز اونه منلو.

د هندوستان مشهورې ورځپاڼې هندو په یو رپورټ کې ویلی دی چې په کابل کې د پاکستان د پوځ مشر قمر باجوه افغان اولسمشر ښاغلي غني نه غوښتي وو چې د اسلام اباد او نوي ډلی په منځ کې دې د خبرو لاره جوړه کړي.

دا خبره په کابل او نوي ډلي کې سفارتکارانو د هندو په نامه یوې ورځپاڼې ته تاید کړې ده.

ورځپاڼه د چارواکو لخوا وايي جنرال باجوه اشرف غني ته ويلي وو که چري خبرې پېل شوې نو په ټرنزيټي معامله به هم خبرې وکړو.

ولسمشر غني دغه غوښتنه په کابل کې د هند د سفارت له لیارې نوي ډلي ته استولې وه خو یوه ورځ وروسته هندي چارواکو په ماسکو کې چې د افغانستان په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته ورغلی وه، افغان استازو ته په خبرو کې د پاکستان لخوا د خبرو دغه شوی دغه وړاندیز رد کړ.

د هندو اخبار دغه وړاندیز د پاکستان د پوځ د سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه لخوا په کابل کې د اکتوبر په لومړۍ نېټه ولسمشر اشرف غني سره د لیدنې پرمهال شوی و.

پدغې لیدنه کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ د هغه تړون د نوي کولو په اړه خبرې وشوې چې په ۲۰۱۵ کال یې نېټه پای ته رسېدلې وه.

د هند د حکومت یوه چارواکي چې د خپل نوم یادول یې نه غوښتل د هندو ورځپاڼې ته وویل چې د هند په باور دا یو رښتینی وړاندیز نه وه.

ده زیاته کړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزیټي سوداګرۍ تړون یو دوه اړخیز تړون دی. دا تړون ځکه کار نه کوي چې پاکستان ورته درناوی نه لري نو د هند او پاکستان خبرې به دا ستونزه څنګه حل کړي.

پاکستان په دوامداره توګه دا رد کړیده چې هېڅ ډول هندي توکي به د ځمکې له لیارې افغانستان ته نه ځي بلکه پرځای یې باید هند له سمندري لارې (کراچۍ) څخه دغه توکي ولېږدوي.

ولسمشر غني هم په وار وار ویلي دي چې دوی به له مرکزي اسیا سره د پاکستان لاره هم وتړي او له همدې امله یې تېره اونۍ د یوه فرمان له مخې افغان خاورې ته د پاکستاني تړکونو په راتګ باندې بندیز ولګاوه.

له پاکستان سره د افغانستان د ترانزیټي تړون د ماتېدو په ځواب کې هند او افغانستان په خپلو کې یو شمېر نورې لارې پرانیستې لکه هوايي دهلیز ( د هوا له لیارې د سوداګریزو توکو راکړه ورکړه) چې د روان کال په جون میاشت کې پرانستل شو او دوهم د ایران د چابهار د سمندري لارې پرانستل وه.

که څه هم د چابهار د بندر پراختیا او بشپړه جوړېدنه به لږ تر لږه یو کال نور وخت هم ونیسي خو له هند څخه په ۱۳۰۰۰۰ ټنو غنمو بار لومړنۍ جوپه د یکشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۹) د چابهاربندر له لیارې افغانستان ته ولېږدول شوه.

چارواکو د هندو ورځپاڼې ته ویلي دي، چې که څه هم هند ته د پاکستان لخوا د خبرو وړاندیز یواځې په خولې (شفايي) شوی وه او بیا ورپسې هند ته نیغ په نېغه (مستقیم) وړاندیز نه و شوی خو د یوشمېر دلیلونو له امله ورته د اهمیت په سترګه وکتل شول.

لومړی دلیل دا وه چې دا وړاندیز د پاکستان د پوځ د سرلښکر لخوا وشو، ددې پرځای چې د پاکستان د ملکي حکومت لخوا شوی وی.

بله مهمه خبره دا وه، چې دا وړاندیز پداسې حال کې وشو، چې د افغانستان په اړه د ټرمپ د ادارې نوې داسې سټراتيژي اعلان شوه چې په هغې کې هند ته د افغانستان په پروژو کې ستر رول ورکړل شوی.

ددې ترڅنګ دا وړاندیز په داسې وخت کې شوی وه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د افغانستان، پاکستان او هند په سفر بوخت وه چې په روانه اونۍ کې پای ته ورسېد.

یو امریکايي چارواکي چې د ټیلرسن د سفر په پلانونو باندې یې کار کاوه وویل:

(مونږ هیله درلوده چې د جنرال باجوه وړاندیز د هند لخوا شوی واي چې پدې توګه به د خبرو اترو لپاره یوه کړکۍ پرانستل شوې وه خو دا د هند پریکړه وه چې ورته د هو یا نه ځواب ورکړي.)

ټیلرسن د پنجشنبې یا زیارت په ورځ په جینوا کې ژورنالستانو ته وویل چې ده د پاکستان لومړي وزیر عباسي او جنرال باجوه ته ویلي دي چې دده سفر ددې لپاره هم وه چې څه ډول د هند او پاکستان په پوله باندې فشارونه کمېدای شي.

دا پدې معنی ده چې امریکا اوس هم هیله لري چې نوی ډلي او اسلام اباد په خپلو کې خبرو ته وهڅول شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG