لاس رسیدونکی لینک

فاټا او نورملک کې د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل شوی


پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې ثبت شوي دي.

د پاکستان په قبايلي سیمو، خېبرپښتونخوا او بلوچستان په زياترو برخو کې نن د دوشنبې یا د ګل د ورځې نه د پوليو ضد څاڅکو درې ورځنی کمپاين پېل شوی دی.

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې د پوليو پينځه پېښې ثبت شوي دي.

فاټا کې د پوليو پېښې نه دي ثبت شوي

د چارواکو په وېنا قبايلي سيمو کې به د نن نه پېل شوي کمپاين کې د لسو لاکو او ۳۴ زرو نه زياتو د پينځه کالو نه کم عمر ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی کيږي، او د دغه کار دپاره ۴۳۱۷ ټيمونه لګول شوي دي.

د چارواکو په وېنا فاټا کې د کال ۲۰۱۶ او ۱۷م دپاره جوړ پلان لاندې په سيمه کې نزدې ټولو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکړی شوي دي.

د شمېرو ترمخه فاټا کې د کال ۲۰۱۶م د جولايۍ د مياشتې نه وروستو په سيمه کې د پوليو يوه پېښه نه ده ثبت شوې.

د خېبرپښتونخوا ۱۳ ضلعو کې کمپاين کيږي

د خېبرپښتونخوا په ۲۵ کې په ۱۳ ضلعو کې د پوليو درې ورځنی کمپاين پېل شوی او د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ۳۶ لاکه او ۵۵ زرو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورکولی شي او د څاڅکو ورکولو دپاره ۱۲۵۴۷ ټيمونه جوړ کړی شوي دي.

د خېبرپښتونخوا په پېښور، مردان، چارسده، نوښار، صوابۍ، سوات، کوهاټ، کرک، هنګو، بنو، لکي مروت، ټانک او ډېره اسماعيل خان کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين چلولی شي.

چارواکو وايي صوبه کې د پوليو ضد کاميابې کمپاينې روانې دي او دوي هڅه کوي چې صوبه د پوليو نه پاکه کړي. خېبرپښتونخوا کې سږ کال د پوليو يوه پېښه ثبت شوې ده.

بلوچستان ۱۹ ضلعو کې کمپاين کيږي

د بلوچستان صوبې په ۳۲ کې په ۱۹ ضلعو کې د پينځه ؤ کالو نه کم عمر ۱۸ لاکه او اته ؤ زرو نه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړی کيږي، او د هغې دپاره ۶۷۶۱ ټيمونه جوړ کړی شوي دي ټيمونه به کور په کور به ګرځي ماشومانو ته به څاڅکي ورکوي.

د بلوچستان چارواکو ويلي د ټيمو د ساتنې دپاره يې د پوليس، ليويز او اېف سي سرتيري په ځای کړي دي او په مور و پلار يې غږ کړی چې د ټيمونو سره مرسته وکړي.

پاکستان کې پوليو، کمپاين دپاره امنيت

پاکستان کې سږ کال تراوسه پورې يوه يوه پېښه په پنجاب، سندهـ ، خېبرپښتونخوا، بلوچستان او ګلګت بلستان کې ثبت شوي ، د پوليو ټولې پينځه پېښې ثبت شوي دي.

د دولتي رسنۍ ترمخه د ملک په نورو برخو پنجاب، سنده او ګلګت بلتستان کې هم د پولیو درې ورځنی کمپاين پېل شوی او د پوليو څاڅکو ورکوونکو ټيمونو دپاره کلک امنیتي ګامونه پورته کړی شوي دي.

پاکستان کې وړاندې د ملک په بېلابيلو برخو کې وخت په وخت د پوليو په ټيمونو او ساتونکو يې وژونکي بريدونه شوي دي.

د پاکستان نه علاوه افغانستان او نائجيريا يواځيني داسې ملکونه دي چې هلته هم پولیو شتون لري، افغانستان کې سږ کال د پولیو اته پېښې ثبت شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG