لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لوګر: د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې امريکايي عسکر وژل شوی


د قاطع ملاتړ ماموريت د پېښې پلټنې کوي چې هيلي کاپټر څنګه راغورځېدلی دی او په دغه اړوند به مالومات خپاره کړی شي.
د قاطع ملاتړ ماموريت د پېښې پلټنې کوي چې هيلي کاپټر څنګه راغورځېدلی دی او په دغه اړوند به مالومات خپاره کړی شي.

په افغانستان کې د نړيوال ځواک قاطع ملاتړ ماموريت ويلي، د جمعې په ماښام ناوخته لوګر صوبه کې د ځواکونو د يو هيلي کاپټر غورځېدو پېښه کې يو امريکايي سرتېری وژل شوی دی.

د قاطع ملاتړ ماموريت په يو بيان کې د هيلي کاپټر د غورځېدو د پېښې پخلی کړی او ويلي يې دي هيلي کاپټر د دښمن دکوم برید په پايله کې نه دی راغورځول شوی.

بيان کې د هيلي کاپټر د عملې د شپږو نورو امريکايي مامورينو ژوبلېدو هم ويل شوي دي.

افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرال نکولسن د سرتيري په وژنه د سخت خفګان څرګندونه کړې ده.

د قاطع ملاتړ ماموريت د پېښې پلټنې کوي چې هيلي کاپټر څنګه راغورځېدلی دی او په دغه اړوند به مالومات خپاره کړی شي.

د لوګر والي محمدحليم فدايي وي او ای سره په خبرو کې پخلی کړی د هيلي کاپټر غورځېدو پېښه د خروار په ولسوالۍ کې په داسې حال کې راغورځېدلې چې په علاقه کې د طالبانو په ضد عمليات روان ؤ.

بل لور ته وسله والو طالبانو رسنيو ته په يواستولي پیغام کې ويلي، چې هيلي کاپټر طالبانو ويشتی او افغان او امریکايي ځواکونو ته يې پکې مرګ ژوبله اړولې ده، طالبان زياتره دغه رنګ ادعاوې کوي.

چارواکو ويلي په سيمه کې د دووه اوونيو راهسې د طالبانو په ضد هوايي او ځمکني بريدونه دوام لري، او تراوسه پورې په دغو عملياتو کې د ۲۶ نه زيات وسله وال وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG