لاس رسیدونکی لینک

پنجاب : په سوشل ميډيا د مذهب سپکاوي جرم کې يو تن ته د عمربند سزا


د انټرنټ دڅار غېر دولتي ادارې وايي پاکستان په ورستيو کې ۲۰۰وېب پاڼې تړلي دي.

د پاکستان د پنجاب صوبې يو عدالت په انټرنېټ د سپکاوي د خاکو خپرولو په جرم کې يو تن ته د عمر بند سزا اورولې ده.

د پنجاب رحيم يارخان صوبې د ضلعي عدالت قاضي خورشيد احمد ملزم وقاص بهټي نومې تن ته په جرم ثابتېدو سزا اورولې ده.

ويل کيږي د دغه تن په ضد د ټولنيز اړيکو په وېب پاڼو د مذهب د سپکاوي تورونه تېر کال لګيدلي وو.

د رحيم يار خان د پوليسو په وېنا وقاص بهټي د امنيت له کبله اول د ۹۰ ورځو دپاره په جېل کې ساتل شوی او بيا د دغه مقدمې اورېدنه هم په جېل کې دننه شوې وه.

د شنبې په ورځ قاضي اورولې فېصله کې مجرم باندې د عمر بند او يو لاک روپو جرمرنه لګولې ده.

پاکستان کې د تېرې یوې مودې راهسې ويل کيږي د انټرنېټ د ټولنيزو اړيکو په وېب پاڼو د سپکاوي موادو خپرولو ويل کيږي، او حکومت وايي د دغو موادو لرې کولودپاره اقدامات کوي.

چارواکي وايي د ټولنيزو اړیکو په وېب پاڼو به د مذهب د سپکاوي اجازت چاته نه وي خو د انټرنېټ کارؤنکو د حقونو دپاره کار کوونکي وايي پاکستان د مذهب د سپکاوي په نوم سياسي بدل اخلي او خلک د رائې د اظهار د ازادۍ د بنيادي حق نه محرومه ساتل غواړي.

پاکستان کې په وړومبي ځل د جون په میاشت کې په ټولنيزو اړيکو د مذهب د سپکاوي د موادو خپرولو په تور يو شيعه مسلمان ته عدالت د مرګ سزا اورولې وه.

د جولایۍ په میاشت کې د ټولنيزو اړيکو وېب پاڼې فېس بک مرستیال مشر جوئل کېپلن د کورنو چارو مخکني وزير چوهدري نثارعلي خان سره ليدلي او وروستو وزارت ويلي ؤ پاکستان په فېس بک د مذهبي د سپکاوي په موادو خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان روان کال د ځينو ټويټر اکاؤنټو د بندولو غوښتنه هم کړې وه.

تېره اوونۍ د کورنو چارو وزير احسن اقبال ويلي د پاکستان ټيلي کميونيکېشن ادارې او مرکزي تحقيقاتي ادارې اېف ايي ای په استازو ګډه کميټي جوړه کړی شوې او هغه به په انټرنېټ د سپکاوي د موادو خپرولو مخه نيسي.

د انټرنټ دڅار غېر دولتي ادارې وايي پاکستان په ورستيو کې ۲۰۰وېب پاڼې تړلي دي.

پاکستان کې د ساېبر کرايم لانجمن قانون حکومتي ادارو ته بې توکه اختيار ورکوي چې د ټولنيزو وېب پاڼو څارنه وکړي او د ځینې فعالينو په ضد پخپل سر قانوني اقدام هم وکړي.

د سوشل ميډيا فعالين او د بشري حقونو د څار تنظيمونه په ساېبر کرايم بل نيوکې کوي چې د بنيادي بشري ازادۍ په ضد قانون دی.

XS
SM
MD
LG