لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پیښور:نامعلومو کسانو دکونړ مرستیال والي تښتولی


محمد نبي احمدي
محمد نبي احمدي

دخیبرپښتونخوا د سر ښار پیښور نه دافغانستان د کونړ ولایت مرستیال ګورنر قاضي محمد نبي احمدي نامعلومو کسانو تښتولی.

په پيښور کې دافغانستان قونصل جنرال ښاغلي معین مرستیال دمرستیال ګورنر دتښتول کیدو پخلی کړی اؤ وایي دپاکستان حکومتي اؤ امنیتي چارواکو سره یې د هغه د موندلو اؤ راخلاصولو دپاره تماسونه نیولي دي.

خو دپيښور پولیس د مرستیال ګورنر د تښتولو نه بې خبري ښایي اؤ وایي هغوئ سره تر اوسه هیچا په رسمي ډول د محمد نبي احمدي دتښتول کیدو په اړه تماس نه دی نیولی.

تر اوسه هیڅ یوې تندروه ډلې د کونړ د مرستیال والي دتښتولو مسولیت پغاړه نه دی اخستی

د شنبې په ورځ په پیښور کې افغان قونصل جنرال ښاغلي معین مرستیال وائس اف امریکه ډیوه ویب پاڼې ته ویلي چې د کونړ مرستیال ګورنر قاضي محمد نبي احمدي درې ورځې وړاندې پیښور ته د علاج دپاره راغلی ؤ اؤ پرون دجمعې په ماښام چې ډبګري ګارډن سیمې ته دډاکټر معائنې دپاره تللی ؤ هلته نه نامعلومو کسانو پورته کړی دی.

قونصل جنرال وایي چې د کونړ د ګورنر دغه مرستیال په رسمي توګه پاکستان ته نه ؤ راغلی اؤ نه یې سفارتخانې یا قونصلګرۍ ته د خپل راتګ اطلاع ورکړې ده.

نوموړي زیاته کړه چې په پيښور کې افغان قونصلګرۍ سره د تښتول شوي مرستیال والي خپلوانو تماس نیولی اؤ ورته یې ویلي چې د جمعې په ماښام محمد نبي احمدي د ډبګري ګارډن څخه تښتول شوی دی.

هغه وویل “دپاکستان اړونده حکومتي اؤ امنیتي مقاماتو سره مو دتښتول شوي

افغان چارواکي په اړه تماس نیولی اؤ هڅه کوؤ چې هغه زر پیدا اؤ راخلاص کړی شي”

خو ډیوه ویب پاڼې چې کله دپیښور ښار د پولیسو مشر یا ایس پي شهزاده کوکب نه د مرستیال ګورنر دتښتول کیدو په هکله معلومات وغوښتل نو هغه وویل “مونږ ته هم دخلکو دخولې نه داسې اطلاعات رارسیدلي خو تراوسه د هغه د تښتول کیدو په هکله هیچا په رسمي ډول پولیس سره تماس نه دی نیولی”

شهزاده کوکب وویل دکومې تاڼې دحدودو نه چې دغه افغان چارواکی پورته کړل شوی دهغه خپلوانو یا افغان چارواکو هغه تاڼه کې دده د بې درکه کیدو رپورټ هم نه دی درج کړی.

ویل کیږي د قاضي محمد ني احمدي تعلق د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ دافغانستان حزب اسلامي ګوند سره دی اؤ هغه په کونړ کې یو پیاوړی قامي مشر هم ګڼل کیږي.

په پاکستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې لوړ پوړي افغان حکومتي چارواکي اؤ سیاسي مشران دنامعلومو کسانو لخوا تښتول شوي چې په هغې کې څه خو بیا موندل شوي اؤ څه وژل شوي دي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG