لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینې ماڼۍ په صدر ټرمپ دمیرمنو دجنسي زورؤنو تورونه رد کړي


په صدر ټرمپ شپاړسو میرمنو د جنسي زورؤنې تورونه لګولي دي
په صدر ټرمپ شپاړسو میرمنو د جنسي زورؤنې تورونه لګولي دي

دسپینې ماڼۍ یوې ویاندې ویلي دي کومو ښځو چې په صدر ډانلډ ټرمپ دجنسي زورؤنې تورونه لګولي دهغې په غبرګون کې د صدر ټرمپ دتیرې اوونۍ بیان ښایي چې دغه تورونه دروغ دي.

مطبوعاتو ته د احوال تیرولو په وخت دیو خبریال ددې پوښتنې ځواب کې چې لږ ترلږه ۱۶ؤ ښځو په صدر ټرمپ دجنسي زورؤنې تورونه لګولي د سپینې ماڼې رسمي غبرګون په دغه هکله څه دی؟

ویاندې ساره سینډرز وویل دغه تورونه هیڅ حقیقت نه لري.

خبریال جیکولین الیمني د ویاندې څخه پوښتلي ایا سپینه ماڼۍ دریځ لري چې دغه ټولې ښځې دروغ وایي؟

ویاندې سیندرز ویلي “هو دپیل څخه په دې هکله زمونږ دریځ په ډاګه دی اؤ صدر پخپله هم په دې خبره کړې ده”

تیره اوونۍ د صدر ټرمپ څخه هم دغسې پوښتنې شوې وې په ځانګړي ډول د هاغې میرمنې د تور په هکله ترې هم پوښتنه شوې وه چې د یوې شو ریکارډ کولو په مهال یې په صدر ټرمپ دجنسي زورؤنې تور لګولی ؤ.

ددغې میرمنې وکیلانو محکمې ته د صدر ټرمپ د راغوښتو خواست کړی هم کړی دی .

یو کال دمخه چې کله صدر ټرمپ په صدارتي ټاکنو کې برخه لرله نو هغه یوې جلسې ته پخپل ځان دجنسي زورونې د لګول شوؤ تورونو په هکله ویلي وؤ چې دهیواد په تاریخ کې هغه په سیاسي توګه د بې کچه خراب مهم هدف ګرځول شوی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG