لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قادر بلوچ د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو ژمنه بيا تکرار کړې


قبايلي مشران وايي مرکزي حکومت ورسره د فاټا اصلاحاتو کې تل تشې وعدې کړي دي.
قبايلي مشران وايي مرکزي حکومت ورسره د فاټا اصلاحاتو کې تل تشې وعدې کړي دي.

د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزیر عبدالقادر بلوچ ويلي دي حکومت يې ژمن دی چې په پينځه کاله موده کې به د قبايلي سيمو په خېبرپښتونخوا کې د ورګډولو عمل ترسره کړی شي.

نوموړي دولتي میډيا سره په خبرو کې ويلي قبايلي اولس او ټول سياسي ګوندونه د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو غوښتنه کوي.

بلوچ ويلي په يوه لوړ پوړې حکومتي غونډه کې د قبايلي مشرانو سره پرپکړه شوې چې اووه قبايلي ايجنسۍ او شپږ نيمې قبايلي علاقې به په خېبرپښتونخوا کې ورګډولی شي.

خو د باجوړ ايجنسۍ نه د پارليمان غړی شهاب الدين خان وايي حکومت د فاټا اصلاحاتو کې تشې ادعاوې کوي د ډېرو خبرو نه په شا کيږي،

"فاټا ريفارمز کميټۍ تجويز ورکړی وو چې پينځه کاله کې به فاټا په خيبر پښتونخوا کې شاميليږي، او پينځه کالو نه مخکې به صوبايي اسمبلۍ کې ۲۳ سيټونه هم ورکړیکيږي، خو اوس صوبايي اسمبلۍ کې د سيټونو او ګډ قامي امدن کې برخه ورکولو مسله د ځنډ ښکار ده، اوس د فاټا ريفارمز کميټۍ د روح مطابق خبره نه ده پاتې".

قبايلي پارلماني غړي د مسلم ليګ ن په حکومت نيوکې کوي چې يواځې د دوه ائتلافيانو په وېنا د فاټا اصلاحات نه عملي کوي.

د مسلم ليګ ن د مرکزي حکومت ائتلافي دوه ډلو پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او وايي د سيمې د راتلونکې په اړوند د پرېکړې لپاره دې په فاټا کې رېفرنډم وشي.

خو بل لور ته عوامي نيشنل ګوند، پيپلزپارټي، قامي وطن پارټي، حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ (ن)، جماعت اسلامي او خېبرپښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف په ښکاره غوښتنه کوي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورکډه کړی شي.

د قباييلي سيمو سياسي ګوندونو اتحادي مرستيال مشرنثار مومند وايي د وفاقي حکومت په خبرو يي اعتماد ختم شوی دی،

" حکومت تراوسه د اصلاحاتو عمل کې کوم عملي ګام پورته نکړو، لکه څنګه چې په نهم اکتوبر دوي ته وويلی شو چې د پېښور هائيکورت اختيار به فاټا ته غځوو پکار وه چې صدر پاکستان دغه امر تراوسه جاري کړی وی او مونږ عدالتونو ته تللی شوی، چې دوي دا معمولي کار ونکړې شو نو مونږ څنګه تمه وساتو چې حکومت اصلاحاتو کې سنجيده دی".

د روانې مياشتې په نهمه نېټه د قبايلي سیمو د پارلماني استازو په مشرۍ او خېبرپښتونخوا زیاترو سیاسي ګوندونو او په زرګونو خلکو تراسلام اباد پورې د قبایلي اصلاحاتو دپاره احتجاجي لاريون کړی ؤ.

اسلام اباد ته په رسېدو قبايلي پارلماني استازو د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره ليدلي او ويلي يې ؤ چې وزيراعظم يې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملولو ، د کال ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې د فاټا نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د چوکو ورکولو غوښتنې ومنلې.

خو دوي دا نه ؤ ويلي چې وزيراعظم ورته د منل شوؤ غوښتنو عملي کېدو دپاره کومه نېټه ورکړې ده.

بل لور ته د پښتونخوا مېپ سېنېټر عثمان کاکړ وايي دوي د ايف سي ار ختمولو په حق کې دي او غواړي چې فاټا کې ترقياتي کارونه وشي خو په خېبر پښتونخوا کې د ورګډولو په مخالفت ټينګ ولاړ دي،

"د دوي د ګوند دريځ ښکاره دی چې فاټا کې خپل ګورنر وي، اېن ايف سي کې دې برخه ورکړل شي، سي پېک کې دې برخه ورکړل شي، فاټا يو نيم کروړ ابادي لرې بايد چې د دوي د منشه (خوښي) خلاف څوک يو قدم هم وانخلي".

قادر بلوچ ویلي په فاټا کې موجوده قانون اېف سي ار په نوي قانون بدلولی شي او سیمې ته به د سپريم کورټ او هائيکورټ رسايي وکړی شي.

هغه زياته کړې چې د سيمې خلکو ته به د خپل استازي منتخب کولو حق ورکولی شي او هلته به د ځايي حکومتونو نظام جوړول کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG