لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي: بمي چاؤدنه کې د ای اېن پي دوه غړي وژل شوي


هرنايي کې شوې بمي چاؤدنه کې ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی دی.
هرنايي کې شوې بمي چاؤدنه کې ګاډی په بشپړ ډول تباه شوی دی.

د بلوچستان په هرنايي ضلع کې د عوامي نيشنل ګوند د غړو په کاروان بمي چاؤدنه کې د ګوند يو ځايي مشر سره د وروره وژل شوی دی.

د هرنايي ضلعې مرستيال کمشنر حبيب نصير ډېوه رېډيو سره په خبرو کې د چاؤدنې پخلی کړی چې د شاه رګ په علاقه کې د ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه کې يو موټر تباه شوی او ناست دواړه تنه پکې وژل شوي دي.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان ضلعې مشر اصغر اچکزي ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل، ګوند يې نن په پشين سیمه کې جلسه کوي او جلسې له د هرنايي نه د غړو کاروان راروان ؤ او په کاروان بريد شوی، دوه ورڼه غړي عبدالرزاق او عبدالخالق پکې وژل شوي دي.

هغه وويل د ګوند مشرانو او غړو ته يې په بلوچستان صوبه کې دوړاندې نه ګواښونه دي او د خطرې سره مخ دي.

هغه وويل د دغه ډول بريدونو چې نن په هرنايي کې وشو له امله يې وړاندې دوه ځله جلسې ځنډولي دي.

هغه زياته کړه دوي ته دړکې دي خو د دړکو له ويرې سياست نشي پرېښودی خپلې سياسي هلې ځلې به دوامداره ساتي.

اصغر خان وويل د بلوچستان صوبې ټوله امنیتي وضع ښه نه ده هره ورځ پکې د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي.

نوموړي وويل د ننۍ جلسې په مهال يې د امنيتي چارواکو سره رابطې روانې دي او دوي خپله هم د امنيت دپاره ګامونه پورته کړي دي.

تېره اوونۍ د بلوچستان په ګوادر او مستونګ سيمو کې د لاسي بمونو په بريدونو کې د ۴۰ کسان ژوبل شوي وو.

له دغې وړاندې د کوټې په سرياب علاقه کې د پوليس په ګاډو بمي چاؤدنه کې د پينځه پوليس سرتيرو په ګډون اووه تنه وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي وو.

د سرياب د بريد زمه واري د پاکستاني طالبانو تحریک منلې وه.

بلوچستان کې وخت په وخت امنيتي ادارو باندې بریدونه کيږي او چارواکي يې پړه په بېلتون خوښو بلوچ ډلو وراچوي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG