لاس رسیدونکی لینک

د ايي اېس ايي پخواني مشر د ورور نه به د پي ايي ای الوتکې خرڅولو پلټنې کيږي


قانون جوړؤنکو په دې پوښتنې راولاړې کړې چې د الوت قابل الوتکه په میوزيم ولې خرڅه شوې

د سېنېټ قايمه کمېټۍ پرېکړه کړې چې د پاکستان قامي هوايي شرکت (پي ايي ای) د الوتکې خرڅولو په لړکې به د استخباراتي ادارې ايي اېس ايي پخواني مشر رضوان اختر د ورور ائيرکموډور عمران اختر او شرکت د پخواني جرمن مشر نه پلټنې کوي ځکه د قانون سرغړونه يې کړې ده.

د کمېټۍ په غونډه کې د پاکستان پيپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر ويلي عمران اختر د الوتکې خرڅولو سمري يا لنډيز تيار کړی خو کمېټۍ ته يې ويلي د خرڅ د خبرو څخه ناخبره دی.

بابر ويلي د ناسم بيان ورکولو په سر د عمران په ضد سېنېټ کې د استحقاق تحريک وړاندې کېدی شي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د هوايي شرکت د سېول اېوي اېشن سېکتر عرفان الهي کمېټۍ ټه ويلي ائيرکموډر عمران اختر ته نوټس (خبر) ورکړی شوی خو هغه يې ځواب نه دی کړی او هغه اوس ريټائرډ شوی دی.

بابر ويلي د ريټائرډ افسر په ضد د پاکستان د هوايي ځواک د قانون لاندې اوس هم پلټنې کېدی شي او زیاته کړې يې ده چې د شرکت د مشر نوم د اي سي اېل د فهرست نه چا ويستی دی.

د اي سي اېل (اېګزټ کنټرول لسټ) فهرست کې شامل تن د ملک نه بهر تګ نشي کولی.

قايمه کمېټۍ د سېنېټر بابر په مشرۍ يوه بله خپلواکه کمېټي جوړه کړې چې په عمران اختر او د شرکت پخواني جرمن مشر برنډهېلډنبرنډ نه پلټنې وکړي.

ائير کموډور عمران اختر په کال ۲۰۱۴م کې د پي ايي ای په لوجسټکي څانګه کې په غټه تنخوا ټاکل شوی ؤ د هغه سره څلور نور افسران هم وو.

د روان کال په سر کې قانون جوړؤنکو(سېنېټرانو) د پي ايي ای د يوې الوتکې په بې درکۍ اندېښنه څرګنده کړې وه خو وروستو د شرکت وياند مشهور تاجور ويلي ؤ الوتکه بې درکه شوې نه ده د برطانيې په يوه کمپنۍ خرڅه شوې اوپه مالټا کې يو فلم جوړېدو کې د کارېدو وروستو د جرمني په ميوزيم کې ودرول شوې ده.

قانون جوړؤنکو په دې پوښتنې راولاړې کړې چې د الوت قابل الوتکه په میوزيم ولې خرڅه شوې او د اړونده ادارو نه پکې اجازه هم نه ده اخستل شوې. دوي ويلي نه د خرڅ کوم تړون شوی او نه د (ای ۳۱۰) په خرڅ کې د وړاندې نه کومې پېسې اخستل شوي دي.

پي ايي ای بيا ويلي چې الوتکه د پرواز قابله نه وه او ودرول شوې وه، د قامي احتساب ادارې ته ويل شوي د ماملې پلټنې دې وکړي.

د الوتکې د خرڅ سمري يا لنډيز مخې ته راوړونکي د اېم کيواېم ګوند سېنېټر طاهرمشهدي ډان ته پخلی کړی چې عمران اختر د ملک د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د پخواني مشر لفټننټ جنرال (ر)رضوان اختر ورور دی.

رضوان اختر چې په وروستيو کې د نيشنل ډيفنس پوهنتون صدر ؤ روانه مياشت يې د خپلې نوکرۍ د مودي پوره کېدو نه يو کال مخکې استعفی ورکړې ده.

رضوان اختر د استعفی علت شخصي ماملات څرګند کړي خو ويلي ؤ چې هغه به په ضرورت پېښېدو هر وخت د پوځ د خدمت دپاره تیار وي.

د ايي اېس ايي د پخواني مشر د وخت نه وړاندې په استعفی باندې سېنېټرانو پوښتنې راولاړې کړې وې او داسې اوازې خورې شوې وې چې ګنې هغه د الوتکې په خرڅ کې د ورور د ککړتيا په سر استعفی ورکړه. خو په دغه اړوند کوم سپيناوی مخې ته دی راغلی.

د سېنېټ کمېټۍ د پي ايي ای په الوتکو کې د هېروئنو بهر ملکونو ته قاچاق کېدو په پېښو هم اندېښنه څرګنده کړی شوې او په دغه عمل کې د ککړو کسانو د مامولو دپاره د پلټنو غوښتنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG