لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عدالت د نوازشريف د نيولو حکم کړی


د نوازشريف وکيل عدالت ته د موکل عدالت ته د نه حاضرېدو د استثنٰی خواست کړی خو عدالت هغه رد کړی دی.
د نوازشريف وکيل عدالت ته د موکل عدالت ته د نه حاضرېدو د استثنٰی خواست کړی خو عدالت هغه رد کړی دی.

د پاکستان د احتساب عدالت د مخکني نااهله کړی شوي وزيراعظم نوازشريف په دوه قضيو (رېفرنسونو) کې د نيولو حکم کړی او په درېم کې يې ورته خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان د احتساب عدالت د مخکني نااهله کړی شوي وزيراعظم نوازشريف په دوه قضيو (رېفرنسونو) کې د نيولو حکم کړی او په درېم کې يې ورته خبرداری ورکړی دی.

د پاکستان سترې محکمې د پاناما مقدمې په فېصله کې د احتساب قامي ادارې ته ويلي ؤ چې د نوازشريف او د هغه د بچو په ضد دې احتساب عدالت کې درې قضيې (رېفرنسې) وکړي.

نوازشريف د هغه لُور مريم نواز او زوم محمدصفدر باندې يوه اوونۍ وړاندې د احتساب عدالت د لندن د فلېټونو په قضيه کې فرد جرم لګولی ؤ.

د نوازشريف وکيل عدالت ته د موکل عدالت ته د نه حاضرېدو د استثنٰی خواست کړی خو عدالت هغه رد کړی دی.

مريم نواز او د هغې خاوند محمدصفدر عدالت ته حاضر شوي او د نوازشریف وکیل عدالت ته ويلي په بله نېټه به شريف هم حاضر شي.

د نوازشريف وکيل عدالت ته ويلي هغه په سعودي عرب کې د خپلې مور سره دی او لندن کې يې د ناروغه ښځې طبعيت بيا خراب شوی او هغه بيرته لندن ته تلی دی.

عدالت د نوازشریف په اړوند العزيزيه سټيل مل او بهرنو اف شور کمپنيو په رېفرنسونو کې د نيولو او لندن د فلېټ په رېفرنس کې يې خبرداری ورکړی دی.

عدالت کې د اورېدنې وروستو مريم نواز ويلي، دوي ته په هغو خبرو عدالت کې ځواب ورکول وي چې هغه ځواب کول نه وي پکار، هغې بيا هغه خبره تکرار کړی چې اول فېصله کيږي او بيا اورېدنه کيږي.

مريم د پخواني پوځي صدر پروېزمشرف د نوم اخستو پرته ويلي په چا کې دا قوت شته چې هغه عدالت ته راولي.

هغې ويلي د انصاف خبره کولو ته د عدالت سپکاوی ويل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG