لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شې ژین پنګ د ۵ نورو کالونو لپاره د چین جمهور رئیس شو


ښاغلي شې نن د چارشنې - اکتوبر ۲۵ مه - د مرکزي کمیټې لومړنۍ غونډه پرانیستله.
ښاغلي شې نن د چارشنې - اکتوبر ۲۵ مه - د مرکزي کمیټې لومړنۍ غونډه پرانیستله.

د چین کمونیست واکمن ګوند د راتلونکو پنځو نورو کالونو لپاره جمهور رئیس شې ژن پنګ د ګون مشر وټاکه.

ښاغلي شې نن د چارشنې - اکتوبر ۲۵ مه - د مرکزي کمیټې لومړنۍ غونډه پرانیستله.

هغه د سه شنبې په ورځ د ګوند د کنګرې په غونډه کې چې په هرو لسو کالونو کې دوه ځله کیږي، د ګوند عمومي منشي وټاکل شو.

د چین کمونیست ګوند کانګرې ویلي دي چې جمهور رئیس شې ژن پنګ په تیرو څو لسیزو کې د هیواد تر ټولو قوي مشر دی او د هغه نظرونه یې د ګوند په اساسي قانون کې د پخونیو مشرانو لکه ماو زیډانګ او ډینګ شیاوپنګ سره یو ځای لیکلي دي.

دغه کار جمهو رئیس شې ژن پنګ ته واک ورکوي چې د هیواد په چارو نوره هم ولکه ټینګه کړي او خپله بهرنۍ پالیسي او پوخ لا پسې پراخ او قوي کړي.

دې کار د مخالفینو لپاره هم ژوند سخت کړی ځکه چې په جمهور رئیس شې ژن پنګ حمله په اصل کې د کمونیست په ګوند حمله ګنل کیږي.‌

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG