لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي وایي دیو روښانفکره اؤ ازاد ریاست پیژندګلو ترلاسه کوي


دسعودي ولي عهد محمد بن سلمان اعلان کړی چې سعودي نه به دقدامت خوښي هیواد پیژندګلو ختموي اؤ د یو ازاد روښان فکره ریاست زړه پیژندګلو به یې بیا پځایې کوي.

د یو بهرني خبري اژانس د راپور له مخې د سعودي عرب پلازمینه ریاض کې یوې غونډې ته وینا کې محمد بن سلمان ویلي “مونږ یو وارې بیا په هاغه لوري روان یو چې مخکې پرې ولاړ وؤ ، یو داسې اسلام غواړو چې دټولو مذهبونو اؤ نړۍ دپاره ازاد وي”

هغه ویلي مونږ خپل راتلونکي دیرش کاله دتباهۍ دمنصوبو ترڅنګ نه شو تیرولی بلکې غواړو هم نن دتباهۍ دغه منصوبې دخاورو سره خاورې کړو.

ولي عهد هیله ښکاره کړې چې سعودي عرب به ډیر زر د تندلاریتوب نوغی وباسي.

سعودي په خلیجي هیوادونو کې تر ټولو زیات نفوذ لرونکی مذهبي قدامت خوښی هیواد ګڼل کیږي اؤ څیړونکي وایي دسعودي د یو لوړ پوړي چارواکي د خولې دغه څرګندونې ښایي اوس دغه ریاست دخپل اړخ بدلولو کلکه تابیا کړې ده.

محمد بن سلمان ته د روان کال دجون په ۲۱مه نیټه یو ناساپه د سعودي بادشاه د ولي عهد ذمه وارۍ ورسپارلې وې اؤ له هغې راپدیخوا نوموړی ډیر په چټکتیا سره خپلې اصلاحاتي پرواګرامونه پرمخ وړي.

تیره میاشت چې سعودي کې د ښځو ډرائیونګ نه دبندیز پورته کولو کوم ګام اخستل شوی ؤ څیړونکي وایي دغه پریکړه هم ولي عهد په بادشاه منلې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG