لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ميانمار کې نسل کشي کيږي، امريکايي قانون ساز


امریکايي چارواکي په وروستيو ورځو کې راخائن ته ورغلي دي.
امریکايي چارواکي په وروستيو ورځو کې راخائن ته ورغلي دي.

د امريکا قانون جوړؤنکو د ټرمپ انتظاميې نه غوښتي اعلان دې وکړي چې په ميانمار يا برما کې د روهنګيا مسلمانانونسل کشي روانه ده، د اکثريتي بدهـ مت منونکي دغه هېواد سره په وروستيو کلونو کې د امريکې اړيکې ښې شوي دي.

بل لور ته د امريکا د بهرنو چارو وزارت د دغو حالاتو جاج اخلي، چې پکې معاشي بندېزونه، او د هغو کسانو په ضد اقدام وکړي څوک چې د روهنګيا په مسلمانانو ظلمونو کې ککړ دي.

د امريکې د بهرنو چارو د سويلي ختيځې اسيا دپاره مرستيال پېټرک مرفي د سه شنبې په ورځ وايس اف امريکا سره په خبرو کې وویل، کوم حالات چې دوي په راخائن رياست کې ليدلي دي هغه د سختو سرغړونو مجموعه ده.

نوموړي ويلي، "د حالاتو په سم ډول بيانولو دپاره به د ښه لفظونوانتخاب ضروري وي"، هغه دې سوال ته په ځواب کې دا خبره وکړه چې امريکا د روهنګيا په ضد د تشدد عملياتو ته قتل عام يا نسل کشي وايي او په دغه اړوند فکر کوي.

د امريکايي سفير اسکاټ مرسيل سره په ګډه مرفي په وروستيو ورځو کې د شمالي راخائن ځينې سيمو ته ورغلي او د حالاتو مخامخ کتنه يې کړې ده.

په داسې کې چې د امريکې د بهرنو چارو وزارت دا خبره کړې او اعلان يې کړی دی چې کوم خلکو په ظلمونو زياتو کې ککړ دي هغوي ته سزا ورکول پکار دي، لوړ پوړو امريکايي چارواکو د سه شنبې په ورځ دا نه دي ويلي چې د روهنګيا مسلمانانو په ضد عمليات دې نسل کشي وګرځول شي تر څو چې د حالاتو پوره جاج نه وي اخستل شوی.

د سېنېټ د بهرنو چارو کمېټۍ په اورېدنه کې د امريکې د ابادۍ اوکډوالومرستيال خارجه وزیر مارک اسټوريلا ويلي، "زه دا نشم ویلی، نن داسې نشم ويلی خو حالات داسې چې بدترينه ظلم دی او دغه شان حالت ما په خپل ژوند کې نه دي ليدلي".

دغه خبره نوموړي د قانون جوړؤنکو هغې پوښتنې ته په ځواب کې کړې ده چې ايا د هغه په نظر کې د روهنګيا په ضد روان حالات نسل کشي وګرځول شي.

د ډېموکرېټک ګوند سېنېټر بېن کارډن ويلي، "دا نسل کشي ده دا بیخي په ډاګه ده، هو ، زما په خيال دا قتل عام دی".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG