لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د سويلي اسيا پاليسۍ کې د هند رول مهم دی، اشرف غني


اشرف غني د سه شنبې په ورځ يو ورځني سفر نوي ديلي ته تللی ؤ.
اشرف غني د سه شنبې په ورځ يو ورځني سفر نوي ديلي ته تللی ؤ.

د افغانستان صدر اشرف غني د نوي ديلي په سفر کې ويلي د واشنګټن د سويلي اسيا په پاليسۍ کې د هند رول د ستاينې وړ دی.

امريکا د سویلي اسيا دپاره نوې پاليسۍ کې په نوي ديلي غږ کړی چې د جنګ زپلي افغانستان اقتصاد ته د ودې ورکولو په لړ کې رول ولوبوي.

اشرف غني د سه شنبې په ورځ يو ورځني سفر نوي ديلي ته تللی ؤ.

نوموړي هندی پلازمينه کې څيړنيزې ادارې ته په وېنا کې تګلارې ته "ګېم چېنجر" د لوبې بدلوونکې وېلې ده، او د هند يادګېرنه يې پکې ستايلې ده.

د هند د بهرنو چارو وزارت ويلي، اشرف غني او د هند وزيراعظم نريندرا مودي د ترهګرۍ د نوغي ويستو په حل لاره خبرې کړي او د نوم اخستو پرته يې ټينګار يې کړی چې د پولې پورې غاړې د ترهګرو پټنځایونه تړلو ته اړتيا لري.

افغان مشر د پاکستان ترهګرو ‌ډلو ته په خپله خاوره پناه ورکولو ته په اشارې سره ويلي، پاکستان مهم پړاؤ ته رارسېدلی او دې ته اړتيا لري چې خپله خوښه انتخاب کړي.

افغانستان او هند تور لګوي چې پاکستان په خپله خاوره افغانستان ، هند او هندي کشمیر کې ترهګري کوونکې ډلې ساتي. پاکستان دغه تورونه ردوي.

د افغانستان او هند مشرانو افغانستان کې د صحت، کرکیلې او تعليم په برخه کې د ۱۱۶ ترقياتي پروژو په اړه هم خبرې کړي دي.

نوی دیلی افغان دفاعي او امنيتي ځواکونه هم تربيه کوي او ښاغلي غني ته يې د نورو مرستو هم ويلي دي.

پاکستان په افغانستان کې د هند په زياتېدونکي اثر اندېښنې لري، خو کابل وايي اسلام اباد دې اندېښنې ونه لري.

د پاکستان وزيراعظم شاهدخاقان عباسي د ستمبر په مياشت کې ويلي په افغانستان کې ورته د هند سياسي او پوځي رول د قبلولو نه دی، او ترقياتي کارونه يا سرمايه کاري، پانګونې د هر هېواد حق دی هر چرته يې کولی شي.

اشرف غني د امریکا د بهرنو چارو وزیر رېکس ټېلرسن سره د ليدو وروستو نوي ديلي ته ورغلی دی.

کابل کې د خبرو په مهال امريکايي وزير ويلي نوی ديلی به د افغانستان په اقتصادي برخه کې مهم اثر او رول ولوبوي.

رېکس ټېلرسن د دوشنبې په ورځ د کابل په ناڅاپي سفر ورغلی، د کابل نه د سه شنبې په ورځ اسلام اباد ته راغلی او د اسلام اباد نه وروستو نوي ديلي ته تلی دی.

نوموړی به نوي ديلي سره د افغانستان په سر هم خبرې وکړي.

د رېکس ټېلرسن د سويلي اسيا او افغانستان دپاره د واشنګټن د نوې تګلارې وروستو د سيمې وړومبی سفر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG