لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غور کې ۷۰ زره کورنۍ دقحط د ګواښ سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" وايي، چې د غور په ولایت کې له اویا زرو څخه زیاتې کورنۍ د قحطۍ له امله د خوړو د کمي له ستونزې سره مخ دي.

د " اوچا" ادارې په خپل یو تازه راپور کې د افغانستان د طبیعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې د معلوماتو پر اساس ویلي چې د قحطۍ له امله کورنۍ دې ته اړ شوي چې د خوړو او سون موادو د برابرولو لپاره د خپلو کورونو د اړتیا وړ وسایل وپلوري.

" اوچا" په دغه راپور ویلي چې د غور والي دغو اړو خلکو سره د مرستې لپاره لس میلیونه افغانۍ راټولې کړي، چې د " اوچا" د وینا له مخې د دغو خلکو پنځه فیصده اړتیاوې هم نه پوره کوي.

د دغه راپور له مخې اوچکالي او د ملخانو حملې د غور په ولایت کې د کرهڼیزو محصولاتو له منځه تللو سره مرسته کړې ده.

کورنیو بې ځایه شوو ستونزه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر"اوچا" په دغه راپور کې په افغانستان کې د کورنیو بې ځایه شوو د وضعیت په اړه ویل شوي چې د روان عیسوي کال له پیل څخه تراوسه ۲۹۵ زره افغانان د جنګ جګړو له امله د خپلو اصلي مینو څخه نورو سیمو ته کډه شوي دي.

" اوچا" وايي چېد دې شمیر ۱۰۶زره وګړي چې د ټولو بې ځایه شوو وګړو ۳۶ فیصده کیږي، د افغانستان په شمالي او شمال شرقي ولایتونو کې بې ځایه شوي دي.

چې د دغه شمیر۲۳ فیصده یې په جنوبي او جنوب ختیځو ولایتونو کې بې ځایه شوي دي.

د کندهار او هلمند څخه ۶۷ زره وګړي، د لویدیځو ولایتونو څخه ۵۷ زره وګړي، د ختیځو ولایتونو څخه ۴۷ زره وګړي او ۱۹ زره نور د مرکزي ولایتونو څخه بې ځایه شوي دي.

د " اوچا" د رپوټ له مخې په ننګرهار ولایت کې څه باندې ۳۴ زره وګړي د جنګ جګړو له امله بې ځایه شوي دي.

د ننګرهار وروسته ډیر بې ځایه شوي د کندز ولایت څخه بې ځایه شوي چې بیا ورپسې د بادغیس او بغلان ولایتونو څخه په ډیر شمیر کورنۍ بې ځایه شوي دي.

(دامریکا غږ اشنا څخه)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG