لاس رسیدونکی لینک

امریکا پاکستان نه کومې ځانګړې غوښتنې اؤ‌ پوښتنې لري؟


دبهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي پاکستاني چارواکو سره به مخ په مخ دامریکا په غوښتنو خبرې وکړي

دامريکا د بهرنيو چارو وزير ښاغلی ریکس ټیلرسن وايي چې د سيمې د ثبات او طالبانو د کمزوري کولو لپاره يې له پاکستانه ځانګړې غوښتنې کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چار وزير رېکس ټېلرسن چې د سه شنبې په سحر دکابل د سفرنه وروسته اسلام اباد ته دتګ پلان لري ټاکل شوې ده چې پاکستاني چارواکو سره د امریکا د یو شمیر غوښتنو پسر خبرې وکړي .

دامریکا دبهرنیو چارو وزیر ویلي اسلام اباد باید په دې سترګې پټې نه کړي چې ګڼ شمېر ترهګرې ډلې یې په خاوره فعالیتونه کوي په دغه خاوره خپلې خوندي ځالې لري

پرون کابل ته له رسیدو وروستو مطبوعاتو ته ښاغلي ټیلرسن ويلي چې له پاکستان څخه یې ځانګړې غوښتنې کړې اؤ اسلام اباد ته دخپل سفر په مهال به دپاکستان چارواکو سره ددغو غوښتنو په محتویاتو وغږیږي.

هغه زياته کړه چې هېواد يې غواړي د سيمې له هېوادونو سره د سولې او ثبات لپاره په ګډه کار وکړي.

د ټېلرسن وينا ده چې د سيمې د سولې، ثبات او د امريکا د نوې تګلارې د بريا لپاره سيمه ييزه همکاري ضروري ده.

داګست په میاشت کې د افغانستان او په مجموعي توگه د جنوبي ایشیا لپاره د خپلې حکومت نوي تگلارې اعلانولو په وخت صدر ډانلډ ټرمپ په خصوصي توگه د پاکستان ذکر کړی و او ویلي یې وو چې پاکستان دې د وسله والو د ملاتړ خپل پخوانی دریځ دلاسه ورکړي او په خپله خاوره دې د ترهگرو ځالې ختمې کړي.

دامریکې صدر واضحه کړې وه چې پاکستان امریکا نه په اربونو ډالر اخلي خو دغه پیسې دهغه ترهګرو په پاللو مصرفوي چې امریکا ورسره په جګړه بوخته ده.

هغه دا ګواښ هم کړی ؤ چې امریکا به نور د پاکستان په دغه دوه مخي کردار غلی نه پاتې کیږي.

کابل کې دبهرنیو چارو وزیر ویلي امریکا له ټولو هېوادونو غواړي چې ترهګرو ته خوندي ځالې ورنه کړي اؤ اسلام باد سره به هم دا موضوع له نزدې مطرح کړي.

هغه ویل اسلام اباد ته پخپل سفر کې به پاکستان څخه وغواړي چې د وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د امريکا او پاکستان د اړيکو لپاره دا ډېره مهمه ده او د ولسمشر ټرمپ په نوې اعلان شوې تګلاره کې هم په دې اړه يادونه شوې ده.

امریکايي او افغان چارواکي د ډیرو وخت راهسې وايي چې د افغان طالبانو مشران او حقاني ډله نه یوازې په پاکستان کې میشته دي بلکې د پاکستان استخباراتي ادارې ورسره روابط هم لري.

پاکستان د هیواد په خاوره د طالبان د موجودګۍ او د حقاني ډلې سره د روابطو خبره ردوي.

پاکستاني مامورینو د افغانستان لپاره د صدر ټرمپ په نوي تگلاره هم ټکونه کړي دي او وايي دا په جنگ ځپلې هیواد کې جگړې ته دوام ورکوي او پاکستان د افغانستان جنگ خپلې خاروې ته نشي راوړی.

دبهرنیو چارو امریکایي وزیر زياته کړه، د سوېلي اسيا سيمه له ترهګرو څخه د خوندي ساتلو په موخه به له خپلو متحدينو سره له نږدې کار کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغان مشرانو سره خپله ليدنه ګټوره وبلله او ويې ويل چې پر ګڼو موضوعاتو يې خبرې کړې دي.

ټېلرسن وويل چې افغان ولسمشر اشرف غني ورته ډاډ ورکړ چې د اصلاحاتو لپاره به په دوامداره توګه کار کوي.

XS
SM
MD
LG