لاس رسیدونکی لینک

محمود خان اچکزۍ فاټا کې يو ځل بيا د رېفرنډم غوښتنه کړې


ښاغلي اچکزۍ ويلي پښتنو ته د پښتنو په وطن پښتونخوا، فاټا، اټک مياوالي او سویلي پښتونخوا کې په موجودو وسايلو اول حق دوي ته حاصل دی.

د پښتون ملت پاله ګوند مشر محمودخان اچکزۍ په دې خبره ټينګار کړی چې پاکستان دې د قبايلي سيمې فاټا د اولس سره د برابرۍ په اساس خبره وکړي او دوي ته به د قبایلو د خوښې په ضد يوه پرېکړه هم قبوله نه وي.

ښاغلي اچکزۍ ويلي پښتنو ته د پښتنو په وطن پښتونخوا، فاټا، اټک مياوالي او سویلي پښتونخوا کې په موجودو وسايلو اول حق دوي ته حاصل دی.

محمودخان اچکزي د يکشنبې په مازيګر د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې د فاټا په اړوند د خپل ګوند راجوړې غونډې ته په وېنا کې ويلي، د دې ملک پاکستان سره یې اړيکه د فاتح او مفتوح نه ده بلکې دا يو فېډرېشن دی او د انصاف په اساس چلېدی شي.

عوامي نيشنل ګوند، پيپلزپارټي، قامي وطن پارټي، حکومتي واکمنه ګوند مسلم ليګ (ن)، جماعت اسلامي او خېبرپښتونخوا کې واکمنه ګوند پاکستان تحريک انصاف په ښکاره غوښتنه کوي چې فاټا دې په خېبرپښتونخوا کې ورکډه کړی شي او د فاټا د اولس سره دې انصاف وشي.

ښاغلي اچکزۍ ويلي په سيمه کې دسي پېک خبره کيږي خو تر څو چې د پاکستان د افغانستان سره اړيکې ښې شوې نه وي کابل کې امن نه وي راغلی سي پېک څه چې هسې نا دا سيمه يو ځل بيا د اور په لمبو کې ګېره شي او دلته څه هم پاتې نشي.

نوموړي زياته کړې پاکستان کې د پاتې کېدونکو قامونو ترمنځ يوه ائيني رشته ده پاکستان هغه وخت چلېدی شي چې پارلمان پکې سرلوړی وي او د ملک د کورنو او بهرنو پاليسو فېصلې د اولس د منتخب استازو په لاسو کې کوي.

د فاټا په اړوند راجوړې غونډې ته د ګوند نورو مشرانو سېنېټر اعظم موسی خېل، سېنېټرعثمان خان کاکړ او قبايلي مشرانو هم وېناوې کړي دي.

د روانې میاشتې په نهمه نېټه د قبايلي سيمې او خېبرپښتونخوا زیاترو سیاسي ګوندونو او په زرګونو خلکو تراسلام اباد پورې د قبایلي اصلاحاتو دپاره احتجاجي لاريون کړی ؤ.

خو په دغه لاريون کې پښتونخوا مېپ او جمعيت علمااسلام (ف) ګډون نه درلود.

د پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزۍ او مولانا فضل الرحمان د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډولو مخالفت کوي او وايي چې د فاټا د خلکو نه دې په دغه اړوند پوښتنه وشي او د دې دپاره دې په سيمه کې رېفرنډم وشي.

مخکني وزيراعظم نوازشریف د خپل مشاور سرتاج عزيز په مشرۍ د فاټا د اصلاحاتو دپاره يوه کميټي جوړه کړې وه چې د سيمې د خلکو سره وويني چې هغوي کوم ډول اصلاحات غواړي.

د سرتاج عزيز په مشرۍ جوړ رپورټ کې ويل شوي ؤ د سیمې زيات خلک غواړي فاټا دې خېبرپښتونخوا صوبه کې شامل شي او د نور ملک د وګړو په رنګ بنيادي ائيني حقونه دوي ته هم ورکړی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG