لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امريکا د بهرنو چارو وزير د پاکستان سفر کوي


د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف خپل امريکايي سيال د پاکستان راتګ بلنه ورکړې وه.
د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف خپل امريکايي سيال د پاکستان راتګ بلنه ورکړې وه.

د پاکستان دولتي رسنيو خبر ورکړی چې د امريکا د بهرنو چارو وزير رېکس ټېلرسن سبا د سه شنبې په ورځ د اسلام اباد په سفر راځي.

د دولتي ميډيا ترمخه د پاکستان د بهرنو چارو وزير خواجه اصف خپل امريکايي سيال د پاکستان راتګ بلنه ورکړې وه.

ویل شوي ټېلرسن به په خپل سفر کې د پاکستان وزیراعظم شاهدخاقان عباسي، خواجه اصف او د پوځ مشر جنرال قمرباوجوه سره وويني.

په ليدنو کې د پاکستان او ا مريکا د خپلمنځي اړيکو ترڅنګ به په افغانستان کې د ثبات او سیمه کې د امنيت په سر خبرې وکړي.

د امريکې د بهرنو چارو وزير دا وخت د خليجي هېوادونو په سفر دی.

رېکس ټېلرسن په داسې وخت کې د پاکستان سفر کوي چې افغانستان کې تېره اوونۍ د ترهګرۍ څو خونړۍ پېښې رامنځته شوي دي.

او روانه میاشت په عمان کې د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين ترمنځ د افغانستان د سولې په اړوند يوه غونډه شوې وه.

د اګست په میاشت کې د امريکا د صدر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سويلي اسيا د پالیسۍ اعلانولولو وروستو د پاکستان او امريکا اړيکې د تاؤ تريخوالي ښکار شوې وې.

صدر ټرمپ په پاکستان نيوکې کړي چې په خپله خاوره ترهګر ساتي.

د هغې وروستو پاکستان د امريکا د ملي امنيت شورا کې د سويلي اسيا دپاره ډايريکټرې ليزا کرټس سفر وروستو کړی او خپله خواجه اصف هم د امريکا د تګ نېټه شاته کړې وه.

خو روانه میاشت دغو دواړو چارواکو د دواړو هېوادونو سفرونه کړي دي.

د رېکس ټېلرسن د پاکستان دا وړومبی سفر دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG