لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ: د کور دېوال غورځېدو پېښه کې اووه تنه مړه شوي


د پاکستان په قبايلي او زیاترو غريئزو سيمو کې کورونه د خټو، ګټو او لرګو نه جوړو کوورنو کې دغه ډول پېښې په بارانونو او زلزلو کې رامنځته کيږي.
د پاکستان په قبايلي او زیاترو غريئزو سيمو کې کورونه د خټو، ګټو او لرګو نه جوړو کوورنو کې دغه ډول پېښې په بارانونو او زلزلو کې رامنځته کيږي.

د قبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په مرکز خار کې د يو کور د دېوال راغورځېدو پېښه کې لږ ترلږ اووه تنه مړه او شپږ نور ژوبل شوي دي.

په مړه شوؤ کسانو کې څلور ښځې او درې سړي شامل دي، په ژوبلو کې يو پېښور او نور د خار روغتون ته وړل شوي دي.

د سيمه ييزه چارواکو دغه پېښه نن د يکشنبې په سهار رامنځته شوې او د يو کور دېوال په دوه نورو کچه کورونو راغورځېدلی او خلک ترې لاندې ګېر شوي دي.

د ځايي خلکو په وېنا دېوال په ګڼه ابادۍ کې دننه راغورځېدلی او د کلي خلکو په خپله ملبه پورته کړې او لاندې ګېر خلک يې ترې راويستي دي.

د پاکستان په قبايلي او زیاترو غريئزو سيمو کې کورونه د خټو، ګټو او لرګو نه جوړو کوورنو کې دغه ډول پېښې په بارانونو او زلزلو کې رامنځته کيږي.

په دغو پېښو کې زياتې مرګ ژوبلې له دې امله رامنځته شي چې خلک په خپله امدادي کارونه ترسره کوي کومه حکومتي مشينري نه يا امدادي پوهه ډلې نه وي چې زر زر ملبه لرې کړی شي او خلک وژغورل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG