لاس رسیدونکی لینک

په ډېورنډ ازغن تارونه ولسونه نشي بيلولی، اشرف غني


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په ارگ کې یوې غونډې ته د وینا په حال کې

د افغانستان صدر اشرف غني د پاکستان د نوم اخستو پرته د ډېورنډ په کرښه د ازغن تار لګېدو ته غبرګون ويلی چې ازغن تارونه ولسونه نشي بيلولی.

نوموړي د پکتيا په سفر کې مطبوعاتو سره په خبرو کې ویلي،

" څوک چې فکر کوي چې په خاردار (ازغن) سيم به ولسونه سره بيل کړي، بيا دې فکر وکړي، مونږ چې توپونو او بمبارونو سره بيل نه کړو، سيمونه مو په تاريخ کې نه شي بېلولی.

پاکستان تېر کال د ډېورنډ په لانجمنه کرښه د ازغن تار لګول پېل کړي او ويل کيږي د ۲۰۱۸م د اخرې پورې به دغه کار سرته ورسي.

د پاکستان پوځ وايي د افغانستان سره په پوله د ډېورنډ په کرښه به د ازغن تار لګولو او پوستو جوړولو سره د وسله والو بريدونو مخنيوی وشي.

د افغانستان د نيوکو او اعتراض باوجود پاکستان د ډېورنډ په ۲۵۰۰ کلوميټره اوږه پوله ازغن تار لګوي او پوستې جوړوي.

افغانستان په کال ۱۸۹۳م کې راښکلې د ډېورنډ پوله په رسميت نه مني او افغان مشران ټينګار کوي چې د دغه پولې پرېکړه به د پولې دواړو غاړو ته پراته ولسونه کوي.

اشرف غني د کابينې د غړو سره د پکتيا په سفر کې تېره اوونۍ د ترهګر بريد د اغېزمنو سره ليدلي دي.

تېره اوونۍ طالبانو په پکتيا کې د پولیس په تربيتي او مرکزي دفتر بريد کې ۵۲ تنه وژل شوي او د ۲۳۰ نه زيات نور ژوبل شوي دي، په وژول شوؤ کې د پکتيا د صوبې د پوليس مشر جنرال توريالی عبدياني او زياتره پوليس سرتيري شامل وو.

اشرف غني ويلي طالبانو ته يې د سولې لاس وړاندې کړی خو هغو يې په ځواب کې ترهګري وکړه.

هغه ويلي، "هر طالب دې له ځانه او ولس دې له هر طالبه د بريدونو په اړه دا بنيادي پوښتنه وکړي چې ولې؟ کومه مسله ده چې د خبرو او د سولې د مذاکراتو له لارې نه حلېږيِ طالبان له هغه چا وسله اخلي چې يو نيم ميليون افغانان يې شهيدان کړل او د افغانانو پر وړاندې جګړه پرې کوي، دوی د پرديو په خوښه او ګټه جنګېږي".

ښاغلي غني ويلي وسله وال او ملاتړ يې پوهه دي چې په جګړه نشي بريالی کېدی هغه ويلي مسله بايد په خبرو حل شي.

نوموړي ويلي که طالبان يې د سولې خبره نه مني هغه وويل دوي به يې وځپي.

افغانستان کې تېره اوونۍ د طالبانو او داعش ترهګرو بريدونو کې د ۲۰۰ نه زيات تنه وژل شوي چې پکې امنیتي سرتيري هم شامل دي او په لسګونو نور ژوبل شوي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزیز په کراچۍ ښار کې د ‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه خبریال دی، د روزانه رپورټونه نه علاوه هغه په ځانګړي موضوعاتو لیکل هم کوي. هغه داردو پوهنتون نه په ژورنلزم کې د ماسټرۍ ‌‌‌‌‌‌ډګري اخستې ده.

XS
SM
MD
LG