لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کثرت رای فاټا خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره د خېبرنه اسلام اباده په پښو تګ


 کثرت رای نړیوال ګرځېدونکی دی او په خپلو پښو يې نه يواځې پاکستان کې بلکې د پاکستان نه بهر اوږده سفرونه هم کړي دي.
 کثرت رای نړیوال ګرځېدونکی دی او په خپلو پښو يې نه يواځې پاکستان کې بلکې د پاکستان نه بهر اوږده سفرونه هم کړي دي.

د قبايلي سيمې فاټا خېبرپښتونخوا کې ورګډولو دپاره کهرل زاده کثرت رای د خېبر ايجنسۍ د باب خېبر نه تر اسلام اباد پورې په خپلو پښو تګ پېل کړی.

د پنجاب حافظ اباد سيمې سره تعلق لرونکی کهرل زاده کثرت رای په پاکستان کې د امن په نوم په خپلو تګ کوونکی ياد تن دی.

د باب خېبر نه پېښور پرېس کلب ته په رارسېدو کثرت رای ډیوه رېډیو سره خبرو کې وويل، "د خېبر نه تراسلام اباده په خپلو پښو د تګ ايجنډا يې يواځې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې ورګډول او په فاټا کې د اېف سي ار قانون ختمول دي".

نوموړي وويل د فاټا خلکو ته د بنيادي حقونو د ورکړې او په سيمه کې د پاکستان د ائين په پوره توګه عملي کېدل غواړم چې دغه خلک هم د نور پاکستان د خلکو په رنګ ژوند وکړي.

هغه زياته کړه نن د خېبر نه پېښور، سبا به تر نوښاره، او بله ورځ تر کامره او بيا تر واه کېنټ او په پينځمه ورځ ۲۶ اکتوبر به اسلام اباد ته ورسي.

هغه وويل په اسلام اباد کې به د پارلیمان مخې ته ځي او پارلمان کې ناستو خلکو ته به دغه غږ رسوي چې فاټا دې خېبرپښتونخوا کې ورګډه کړی شي.

د کثرت رای سره د باب خېبر نه تر پېښور پرېس کلب پورې د مدني ټولنې غړي، د فاټا سټوډنټ ارګنايزېشن او د سياسي ګوندونو غړي هم په لار ملګري وو.

کثرت رای نړیوال ګرځېدونکی دی او په خپلو پښو يې نه يواځې پاکستان کې بلکې د پاکستان نه بهر اوږده سفرونه هم کړي دي.

د قبايلي سيمې فاټا په خېبر پښتونخوا کې ورګډولو دپاره د سيمې پارلماني غړو، قبايلي اولس او سياسي ګوندونو هم دوه ځله د پېښور او قبايلي سيمو نه تر اسلام اباده احتجاجا لاريونونه کړي دي.

وروستی لاریون چې د روانې مياشتې په نهمه نېټه شوی ؤ اسلام اباد ته په رارسېدو د فاټا پارلماني غړو د وزيراعظم شاهدخاقان عباسي سره ليدلي او دوي ويلي ؤ چې وزيراعظم يې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې شاملولو ، د کال ۲۰۱۸م په عامو انتخاباتو کې د فاټا نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کې د چوکو ورکولو غوښتنې ومنلې.

خو دوي دا نه ؤ ويلي چې وزيراعظم ورته د منل شوؤ غوښتنو عملي کېدو دپاره کومه نېټه ورکړې ده.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG