لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هرنايي کويلې په کان کې نهه خواريکښ مړه، امدادي کارونه سرته رسېدلي


خواريکښ وايي په دغه ډول پېښو کې مزدوران مړه شي خو د دوي د کورنو سره بيا مالي مرستې هم نه کيږي.
خواريکښ وايي په دغه ډول پېښو کې مزدوران مړه شي خو د دوي د کورنو سره بيا مالي مرستې هم نه کيږي.

د بلوچستان هرنايي ضلع کې د جمعې په ورځ د سکرو يا کويلې د کان نړېدو پېښه کې نهه تنه خواريکښ مړه او يو ژوبل شوی او امدادي کارونه نن په درېمه ورځ سرته رسېدلي دي.

د هرنايي ضلعې مرستيال کمشنر حبيب نصير ډيوه رېډيو سره خبرو کې پخلی وکړو چې د شاه رګ په علاقه کې رامنځته شوې دغه پېښه کې ټول مړه شوي نهه تنه خواريکښ د ملبې نه راويستل شوي او نن د يکشنبې په سهار امدادي کارونه سرته رسېدلي دي.

هغه وويل په مړه شوؤ خواريکښو کې د اته ؤ تعلق د خېبرپښتونخوا دير او سوات سیمو سره دی او د يو تعلق د افغانستان سره ؤ او د ټولو مړي خپلو خپلو علاقو ته لېږل شوي دي.

د نوموړي په وېنا پېښه کې يو خواريکښ لږ ژوبل ؤ او هغه د درملنې وروستو د روغتون نه رخصت شوی دی.

ښاغلي نصير وويل امدادي کارونه ځکه دومره وروستو شو چې کان ډېر ژور ؤ او انتظامات هم په داسې حساب ؤ چې کار پرې هم دومره په تندۍ کېدی شو، بل دا چې د کان وېخ ته رسېدو او ملبې پورته کولو په وخت ډېر د احتياط نه کار اخستل کېدو چې هسې نه بله دغه رنګ پېښه رامنځته شي.

مرستيال کشمنر وويل ابتدايي رپورټ هم دا دی چې دا قدرتي پېښه وه او کان رانړېدلی دی خو دويې بيا هم د پېښې پلټنې کوي چې اصل علت مالوم کړي.

نوموړي زياته کړه پېښه کې د کان د مالک يا بل چا په ضد کومه مقدمه نه ده درج شوې او د ټولو اړونده خلکو نه به مالومات کولی شي.

خواريکښ وايي په دغه ډول پېښو کې مزدوران مړه شي خو د دوي د کورنو سره بيا مالي مرستې هم نه کيږي.

مرستیال کمشنر هم مني چې د سکرو په کان کې دغه ډول پېښه کې د مړ خواريکښ دپاره کومه ټاکلې مالي معاوضه نه وي چې د مړ تن کورنۍ سره به څومره مالي مرسته کيږي، خو نوموړی وايي دويې به هڅه کوي چې د مړه شوؤ خواريکښو د بچو سره مالي مرسته وشي.

پاکستان کې وخت په وخت د سکرو په کانونو کې دغه ډول پېښې رامنځته کيږي او ويل کيږي چې د حفاظتي انتظاماتو د نشتوالي له امله بيا خواريکښ مړه کيږي.

خو حبيب نصير وايي د معدنياتو د محکمې اړونده چارواکي په کانونو کې د حفاظتي انتظاماتو څارنه کوي او د خواريکښو دپاره ټول مناسب حفاظتي انتظامات کولی شي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG