لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د چين په سفير د بريد اندېښنه


په خط کې پاکستان کې د چين کمپنيانو (شرکتونو) او چينايي وګړو د خوندي ساتلو دپاره د کلکو ګامونو پورته کېدو غوښتنه شوې ده.
په خط کې پاکستان کې د چين کمپنيانو (شرکتونو) او چينايي وګړو د خوندي ساتلو دپاره د کلکو ګامونو پورته کېدو غوښتنه شوې ده.

چين پاکستان ته خواست کړی چې پاکستان کې يې نوي سفير باندې ترهګر د بريد پلان لري، ځکه د حفاظت دپاره دې ګامونه پورته کړی شي.

د اېکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې ترمخه اسلام اباد کې د چين سفارتخانې د پاکستان د کورنو چارو وزارت په لېږلي خط کې ليکلي، چې سفير ياو ژينګ باندې د بريد دپاره ترهګر پاکستان ته راننوتی دی.

د پاکستان او چين اقتصادي راهدارۍ ویاند پينګ ينګ يې د ترهګر پېژندګلو د عبدولولي په نوم کړې چې هغه پاکستان ته راغلی او غواړي چې د چين سفير مړ کړي.

د چين نوی سفير ياو ژينګ د مخکني سفير سن وي ډونګ چې پاکستان کې يې درې کاله تېر کړي د هغه د تلو وروستو راغلی دی.

د ولي تعلق د ايسټ ترکستان انډېپنډنټ مومنټ (ختيځ ترکستان ازادۍ تحريک) سره دی، کومه ډله چې د جنوب لويديځ چين په سنکيانګ سيمه کې فعاله ده، سنکيانګ پاکستان او افغانستان سره په پوله پرته سيمه ده.

سنکيانګ کې د چين لسانۍ لږکۍ او ايغور مسلمانان مېشت دي.

د پاکستان کورنو چارو وزارت په لېږل شوي خط کې د ترهګر نوم او پاسپورټ نمبر هم ورکړی شوي او غوښتنه شوې چې هغه دې زر تر زره ونيول شي او چين ته دې وسپارل شي.

دغه ډول په خط کې پاکستان کې د چين کمپنيانو (شرکتونو) او چينايي وګړو د خوندي ساتلو دپاره د کلکو ګامونو پورته کېدو غوښتنه شوې ده.

د روان کال مئي په مياشت کې د کوټې نه د دوه چينايي وګړو ښځې او سړي د تښتولو ويل شوي او بيا داعش ډلې د دغو دواړو تنو د وژنې زمه واري منلې وه.

پاکستان وايي چين چې پاکستان کې د اربونو ډالرو په سرمايه کارۍ د سي پېک منصوبه جوړوي دغه منصوبې ته د ګېم چېنجر نوم ورکول کيږي، په دغه منصوبه کې د چين نه د پاکستان بلوچستان صوبې د ګوادر سمندري اډې پورې د تجارت دپاره لاره هم شامل ده.

د سي پېک سره پاکستان کې په غټه کچه اقتصادي بدلون راتلو د دعوې کېدو ترڅنګ به چين د ګوادر د سمندري لارې نورې دنيا سره تجارت کوي.

د سي پېک منصوبې لاندې د چين ګڼ شمېر وګړي پاکستان ته هم راغلي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG